روانې چارېسلايډ

سرنوشت ورځپاڼه: د سولې اوسنی بهير ناکام دی، بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي

یوه لسیزه کېږي چې د سولې په تړاو بحثونو کې پاکستان د افغان ستونزې د حل اساسي کیلي ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې د سولې په خبرو کې پاکستان  زموږ د حکومتونو لپاره یو مهم ادرس ګڼل شوی دی. د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د تېر حکومت پالیسي هم دا وه چې له پاکستانه یې د همکارۍ تمه کوله، خو له اوسني حکومت سره یې په ډېرو برخو توپیر درلود. اوسني حکومت د سولې په برخه کې پر پاکستان ډېره تکیه وکړه. د ملي یووالي حکومت داسې انګېرلې وه، چې له پاکستان سره سوله به سملاسي طالبان د جګړې له ډګره را وګرځوي. د دې پر ځای چې پاکستان د اوسنۍ جګړې د یو  اړخ په توګه په پام کې نیول شوی وای، د جګړې مهم لوبغاړی وګڼل شو او د طالبانو په نیابت له پاکستان سره خبرې پیل شوې. دا سمه ده چې پاکستان پر طالبانو نفوذ او اغېز لري، خو دا نفوذ هومره نه و، لکه څومره چې موږ ګڼلی و. موږ ګڼلې وه، چې پاکستان به طالبان لاس نیولي له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېنوي. زموږ اټکل دا و چې په څلور اړخیز بهیر کې د جګړې د یو مهم لوبغاړي په توګه د پاکستان ور ګډول به تر مخامخ خبرو مخکې د جګړې پر څرنګوالي هم اغېز وکړي. اټکل کېده چې د څلور اړخیزې پروسې په جریان کې به پاکستان پر طالبانو فشار راوړي، څو د جګړې شدت راکم کړي. خو څرګنده شوه، چې پاکستان تر اوسه نه یوازې د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو په راضي کولو کې بریالی شوی نه دی، بلکې د وسله والو د جګړې په شدت او څرنګوالي کې هم کوم بدلون نه تر سترګو کېږي. دا به لومړی ځل وي، چې طالبان د ژمي په موسم کې هم جګړه کوي. هلمند او بغلان ولایتونه سږ کال ژمی د جګړې مهم مرکزونه وو. د سولې مخامخ خبرې چې ټاکل شوې وه، تېره اونۍ په اسلام اباد کې شوې وای، لا یې برخلیک معلوم نه دی. لامل یې دا دی چې پاکستان تر اوسه نه دی توانېدلی چې طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېنوي. وروستي راپورونه وايي چې په دې اړه له طالبانو سره د پاکستاني پوځیانو خبرې هم بې نتیجې وې. ویل کېږي پاکستاني چارواکو تېره اونۍ په خپل هېواد له یو شمېر طالب مشرانو ناسته درلوده او له هغوی یې غوښتي چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شي، خو طالبانو د رد ځواب ورکړی دی. پاکستان یوازینی کار چې اوس کولای شي، هغه دا دی چې په خپله خاوره کې پر طالب مشرانو محدودیتونه ولګوي. دا محدودیتونه به په پاکستان کې د یو شمېر طالب مشرانو پر اوسېدو او د کوټې شورا پر فعالیتونو بندیزونه لګول وي. که طالبان د پاکستان پر وړاندې همدا مجبوریت لري، نو دا هغه څه دي چې طالبان کولای شي په افغانستان کې یې هم ځان ته برابر کړي. په دې توګه د سولې په روانو هلو ځلو کې پر پاکستان د افغان حکومت تکیه یوه تېروتنه وه. د څلور اړخیز بهیر په نوم د سولې د خبرو روان میکانېزم ناکام ښکاري. افغان حکومت باید پر دغه مېکانیزم له سره غور وکړي او داسې یوه واقعبینانه تګلاره جوړه کړي، چې وکولای شي له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button