د حزبیانو او ګډحکومت ترمنځ په ۲۵ موافقو شننه او څیړنه
خالق یار احمدزی
لومړنى فصل
لومړۍ ماده:
دواړه لوري په الله تعالی او د اسلام مقدس دین ته په بشپړ باور سره بې قید او شرطه د دغه دین پیروي خپل نصب العین بولي.
تشریح:
دا ټکی د دې پخاطر ذکر شوی چې حکومت کې لویه ونډه دکمونستانو ده خو دلته د دین کلمه مجهوله ده ځکه اسماني ادیان خو نور هم شته مناسب د اسلام ټکی وو لمړنی خطرناک توری
دویمه ماده:
هماغسې چې د افغانستان اساسي قانون لارښوونه کوي دواړه لوري هوکړه کوي، چې د افغانستان دین به د اسلام سپیڅلی دین وي او داسې هېڅ قانون به په افغانستان کې نه وي، چې له اسلامي احکامو او معتقداتو سره په ټکر کې وي.
تشریح!:
خصوصا دا تر ټولو ښه ماده ده که پلې شي هیڅ نورو مادو ته ضرورت نشته خو هیڅ باور نشته چې دې مادې ته دې کوم لوری ژمن پاته شي ځکه مجاهد نامي دهمدې قانون په خاطر له الهي قانون (جهاد) تیر شول او دا جانب خو هسې د ژوند تګلاره ګرځولې.
دریېمه ماده:
دواړه لوري په دې باور دي، چې د افغانستان ټول وګړي نارینه او ښځینه د قانون پر وړاندې حق او مسوولیت لري، یو موټی افغانستان د ټولو د ټولو قومونو ګډ کور دی او ملي حاکمیت د ولس حق دی، چې په مستقیم ډول او یا د استازو له لارې یې عملي کوي.
تشریح:
د دویمې مادې لمړی نقض! قرآن داسې نه وایی چې ښځه او سړی دې برابر حقوق ولري ځکه ښځه دکورنیو چارو لپاره او نارینه د کور مسؤل واکدار بلل شوی نو ځکه په میراث کې هم دوهدخورګانې د یو ورور بدیل بلل شوې
څلورمه ماده:
دواړه لوري د ملي حاکمیت او د هېواد لوړو ګټو تامین لپاره د موافقو پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي، دواړه لوري په دې باور دي، چې افغانان کولای شي د دغه وحدت او همغږي له لارې د جګړې بحران کابو او له ننګونو سره مبارزه وکړي.
تشریح:
دموافقو پر بنسټ امریکایان به ۱۰ کاله نور افغان ضده جګړه کوي. او دوهمه برخه یې ځکه بې اساسه ده چې که په همدې باور وای نو بیا ستراتیژیک تړون ته ضرورت څه ؤ؟
دويم فصل
د دواړو لوریو ژمنې
لومړی: د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنې:
پنځمه ماده:
د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د دغې هوکړې لاسلیک سره به د ملګرو ملتونو، هېوادونو او اړوند ادارو سره په تماس د جګړې پای ته رسیدو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره د اسلامي حزب پر مشر او غړو د لګیدلو بندیزونو لرې کولو لپاره رسماَ غوښتنه پیلوي. افغان حکومت مکلف دی په ممکن لږ وخت کې د دغو بندیزونو لرې کولو لپاره اقدامات وکړي.
شننه:
د ملګرو ملتونو سره تماس به یواځې دا فایده وکړي چې حکمتیار په خلاص زړه کابل او دنړۍ هیوادونو ته سفرونه وشي کړای نور دا ماده هیڅ ستونزه نه اواروي
شپږمه ماده:
د هوکړې له لاسلیک سره سم افغان حکومت رسماً اعلان کوي، چې د اسلامي حزب محترم مشر او غړي د هېواد په هر ګوټ کې یې چې غواړي په ازادانه ډول اوسیدای شي او حکومت به ورته زمینه برابروي.
شننه:
کله چې یو څوک تسلیم شي پدې معنا چې دمقابل لوري پرضد نظامي فعالیت ودروي جتا وسایل ورته وسپاري دا حتمي ده چې هغه به فنا ورکوي او دحکومت ځای برابرول پدې معنا چې کورونه به ورکوي نو دا هم ورسره لازم دي ځکه چې نن سبا یو میل سلاح دیو کور بیه لري.
اوومه ماده:
افغان حکومت ژمنه کوي، چې رسماً اعلان وکړي چې اسلامي حزب د هېواد له نافذه قوانینو سره سم د اسلامي حزب سیاسي او ټولنیز فعالیتونه په رسمیت پيژني. اسلامي حزب کولای شي د ولسمشرۍ، پارلماني، ولایتي ولسوالیو او ښاروالیو په ټاکنو کې برخه واخلي.
شننه:
بیا هم د دوهمې مادې خلاف خطرناکه ماده: په دې معنا چې حزب نشي کولای چې دشریعت په چوکاټ کې شرعي حدود او قصاص پلی کړي ځکه نافذه اساسي قانون کې داسې څه نشته
او بل خبر داچې انتخابات نو آیا جمهوریت په اسلام کې شته کنه جلا بحث!
اتمه ماده: حکومت ژمنه کوي، چې د سیاسي او مدني مرکزونو سره په مشوره د ټاکنیز نورې اصلاح لپاره اقدامات وکړي او طرحې وړاندې کړي او دغه راز د ټاکنیز نظام په اصلاح کې د اسلامي حزب وزډې ته زمینه برابره کړي
شننه:
دا ماده یواځې حکومت دخپل راتلونکي پلان څرګندونه کوي یواځې که حزب ورته نو خنډ به نه واقع کیږي. خو دا خبر هم درسته ځکه نده چې څوک دنظام جز شو او ورته وفادار شو هغه بیا دچا لار برابرول ته څه اړتیا لري؟
نهمه ماده:
جهاي مشر ګلبدین حکمتیار ته به د افغان ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ځانګړى درناوی کېږي او په دې لړ کې به د پروټوکول چارو څرنګوالي پرېکړه به د افغانستان سولې شورا او اسلامي حزب د پلاوي په مشوره کېږي.
شننه:
درناوی خو دمیلمه لازم ده خو داچې راتلونکی یی که د سیاف په څیر شي چې د ټول پغمان ځمکه یی غصب کړه ملت یی نه غواړي.
او ځانګړې مشورې دښه راغلاست لپاره دملتونو خندا څخه پرته بله هڅه نده
لسمه ماده:
د حزب رهبري کولای شي د استوګنې لپاره افغانستان کې دوه یا درې مناسب ځایونه وټاکي او حکومت به یې د امنیت او معقول لګښت چارې تر سره کوي.
شننه:
دوه یا درې ځایه نومرې هغه هم د ۴۰ کلن جهاد په بدیل کې د نه منلو وړ ده او معقول لګښت هم غیر متعیین ده ښایی حکومت په شا شي. خو د سرچینو په قول میاشتنی ۲ میلون ډالر به ورکوي چې دا هم دافغان مظلوم بیچاره ملت سره ظلم ده.
یولسمه ماده:
حکومت به د دغې هوکړې سره سم په تېر کې د سیاسي او نظامي اقداماتو په لړ کې د اسلامي حزب مشر او غړو د قضايي خوندیتوب تضمین کوي
دغه راز به حکومت د اسلامي حزب هغه زندانیان، چې پر نوملړ یې هوکړه شوې او په جنايي جرمونو کې ښکېل نه دي په ممکنه ژر فرصت کې، چې تر دریو میاشتو ډېر نه وي خوشي کوي. اسلامي حزب ژمنه کوي، چې خوشي شوي کسان به یې بېرته د حکومت پر وړاندې د جګړې ډګر ته نه ځي او نه به هم کومې غیرقانوني یا ترهګرې وسله والې ډلې سره یو ځای کېږي.
شننه:
دلته دری برخې شوې یوه دقضایی مصؤنیت چې دسیاسي او نظامي ترڅنګ به یې دوسیې هم دافغانستان داساسي نافذه قانون په چوکاټ کې څیړل کیږي.
او د بندیانو خوشې کول: د حزب یواځنۍ غوښتنه ده خو حکومت چالاکي کړې چې جنایی بندیان مستثنا دي او سره له دې چې تر هر بل چا په بندیخانو کې حزبیان په جنایی جرمونو کې ډیر بندیان دي.
بله برخه د دوی ژمنه ده: پدې معنا که همدا بندیان چې د دحکومت اوبهرنیانو پرضد مبارزې په تور نیول شوي او سبا د مخالفې ډلې په قطار کې ولاړ وي مسؤلیت به یی د همدې حزبي مشرانو په غاړه وي .
دوولسمه ماده:
د ټیکاو لپاره د ملی وحدت حکومت او اسلامي حزب تر منځ د باور فضا رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت رهبري ژمنه کوي، چې د مهمو دولتي او هېوادني سیاستونو تنظیم لپاره د اسلامي حزب مشرتابه ته په مشورتي بهیر کې ځای ورکوي.
شننه:
دلته ګډحکومت دخپل باور پخولو لپاره ددې پخاطر چې کومه رسمي دنده ورکړي ایله د مشاور په حیثیت یی مني.
او دمشاور کار دمشورې او نظر ورکول دي نور منل نه منل دمشرانو کار ده چې دحزب لپاره داهم چندان ګټه نه کا
دیارلسمه ماده:
د افغانستان حکومت ځان موظف بولي، چې په دولتي مرکزونو کې د اسلامي حزب شتون او ګډون ته له قانون سره سمه زمینه برابره کړي. دغه چاره به د سولې عالي شورا او اسلامي حزب د پلاوي تر منځ په مشوره تر سره کېږي.
شننه:
مهم ټکی! دلته دولتي ادارې نه دي ذکر شوې بلکه دولتي مراکز ذکر دي او مراکز یواځې د فوځ امنیت ملي، پولیس، او داسې نور …. دولتي ادارې ندي یاد شوي.
څوارلسمه ماده:
د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د اسلامي حزب په شرایطو برابر کسان او قومندانان، چې لیوالتیا ولري د هېواد په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې جذبوي.
.
شننه:
دپورتنۍ۱۳ مادې تفصیل دی ځکه حکومت په آخري اندازه ځپل شوی نو دعسکرو جذب ته ډیره اړتیا لري او داسې څوک چې د طالب قسم خوړلي غلیمان وي دولت ته ډیر مهم دي .
پنځلسمه ماده:
د اسلامي حزب هغه اړوند دولتي کارکونکي به له قانون سره سم بېرته پر خپلو دندو ګومارل کېږي، چې مستند ثبوتونه وړاندې کړي.
شننه:
له قانون سره سم هغه مجاهدین حزبیان چې دکرزي له حکومته لرې پاته وو که دعمر په لحاظ لوړ وو تقاوط او که کم ؤ اړوند رتبې ته به ورځي خو دا وضاحت نشته چې دا څوکۍ چې دې حزبي مخکې اشغال وه نن خو بل څوک هلته شته چې هغه به څنګه کیږي. ؟ مستند ثبوتونه به هغو ته ډیر ستونزمن وي چې ټول عمر یی د جهاد لپاره وقف وي او نن دڅوکۍ په خوب رابیداریږي
شپاړلسمه ماده:
د افغانستان اسلامي دولت ژمنه کوي، چې د نصرت مینې پنډغالي ستونزو هواري په ګډون به په ایران او پاکستان کې د مېشتو حزبي کډوالو بېرته هېواد ته ستنېدو او د کابل په ګډون د هېواد په لر او بر کې د بیا مېشت کېدو لپاره زمینه برابروي، چې هغوی په خپله خوښه او درناوي سره هېواد ته ستانه شي.
شننه:
دلته خاص حزبیان چې کاټونه لري مراد دي او نور میلونونه مهاجرین داځانګړتیا نلري.
اوولسمه ماده:
د دغې هوکړې له مخې به په بهر کې د اسلامي حزب د مېشتو اسلامي حزب غړو ستنیدو لپاره زمینه برابریږي.
شننه:
داخبر مجهوله ده زمینه یعنې دهغوی لګښت به ورکوي؟ او که د هغوی په راتګ کې به مشکلات نه ایجادوي؟
اتلسمه ماده
د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي حکومت له لوري د دغې هوکړې له رسمي اعلانه وروسته به اسلامي حزب رسماً اعلان کوي، چې د هېواد لوړو ګټو، جګړې ختمولو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره به اسلامي حزب د مهم سیاسي ګوند په توګه فعالیت کوي، د هېواد اساسي قانون به مني او تلپاتي اوربند ته به غاړه ږدي، هر ډول نظامي کړنې به پریږدي او خپل وسله وال تشکیلات به له منځه وړي. هغه زندانیان چې له اسلامي حزب سره دي په ممکن لږ وخت کې به یې د افغانستان حکومت ته سپاري.
شننه:
خطرناکه ماده! د دوهمې مادې په خلاف هغه اساسي قانون ته دحزب ژمنتیا چې ۱۵ کاله وزسره په جګړه کې ؤ او لاهم حدود او قصاص ورکې نشته:
دوهمه برخه: نظامي تحرکات به پریدي او خپل ټول پلانونه که دنړیوالوځوکواکونو او که دهرچا په ضد وي لمنځه وړي.
نولسمه ماده:
اسلامي حزب ژمن دی، چې د دغې هوکړې له اعلانه وروسته به اسلامي حزب اعلان کوي، چې له هېڅ یوې ترهګرې یا غیرقانوني وسله والې ډلې سره کومه اړیکه نه لري او نه یې هم ملاتړ کوي.
شننه:
حزبیان اوس هم نارې وهي چې له چاسره اړیکه نلري
شلمه ماده:
اسلامي حزب ژمنه کوي، چې په هېواد کې له تلپاتې سولې د دفاع لپاره به د هېواد په هر ګوټ کې د یوه رسمي سیاسي ګوند په توګه له دولت سره په ګډه کار وکړي او دفترونه پرانیزي.
شننه:
حزب له تیرو څوکالو راهسې دفاتر لري خو نتیجې ته یی کومې سترګې نشته
یوویشتمه ماده:
اسلامي حزب په بشپړه چمتو دی، چې د خپل تاریخي او او دیني مسوولیت له مخې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو راتلو لپاره هڅه او هاند وکړي او دې لړ کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.
شننه:
په دې معنا چې نظامي تجهیزات ځواکونه یې په ټولیزه توګه منحل او ددولت په چوکاټ کې به خپل ټول واک او ځواک ورکوي او دولت تر ۷ زیاتو مادو کې له دوی څخه د امنیتي چارواکو لیکو ته د ورتلو درخواست کړی او دوی هم منلی
دوویشتمه ماده:
دغه هوکړه د سولي عالي شورا په مدیریت او منځګړیتوب د لاسلیک له نېټې وروسته د افغانستان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د یوه معتبر سند حیثیت لري او د اجرا وړ ده.
درویشتمه ماده:
د دغې هوکړې څارنې او پلي کېدو لپاره د دواړو لوریو د صلاحیت لرونکو استازو یو ګډو کمېسیون پر تشکیل هوکړه شوې.
شننه:
فریقین لاهم باوري ندي چې تړون به په دې مادو پلی شي
څلرویشتمه ماده:
په هوکړه کې د هر ډول اختلاف رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري د دوستانه مشورو او حسن نیت پر بنسټ د ګډ کمېسیون له لارې، چې د سولې عالي شورا به یې مدیریت کوي، حل کوي.
شننه:
شورا به یواځې حل کوي اوبس که څوک په دې امتیازاتو راضي وو. ښه! ا و کنه تړون مات او حزبیان به ددې لوی لګښت تاوان پرې کوي
پنځه ویشتمه ماده:
دغه هوکړه په دریو برخو او پنځه ویشتو مادو کې په ( ) نېټه د دواړو لوریو لخوا لاسلیک شوه.