بارنټ روبین په نړیواله کچه پېژندل شوی امریکایی افغانستان پېژندونکی دی چې د افغانستان د پېښو په اړه یې نظر مهم بلل کېږي.
ښاغلی روبین د طالبانو د مشر، اختر محمد منصور وژنه یوه لاسته راوړنه بولي خو زیاتوي چې «د طالبانو لپاره نه. طالبانو دا ښودلې ده چې دوی خپل مشران ډېر ژر ژر ټاکلی شي». روبین زیاتوي، کله چې د دوی [طالبانو] یو مشر مړ شي دوی ژر بل مشر ټاکي او نوی مشر بیا لا متشدد وي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکایان وايي ملا اختر محمد منصور د سولې مخالف و، نو ځکه په نښه شو، ایا د طالبانو نوی مشر به هم په نښه شي؟ بارنټ روبین وايي: «دا غلطه خبره ده چې څوک په دې اړه خبره وکړي چې څوک د سولې طرفدار دی او څوک مخالف. دواړو خواوو کې دا خبره شته ده چې ایا له جګړې پرته بله لار شته ده کنه».
ښاغلی رون وايي چې طالبان د سولې په برخه کې خپل نظریات لري چې څنګه کېدای شي دا ستونزه حل شي. د ده په وینا، هغوی غواړي چې له امریکا سره د قطر دفتر له لارې خبرې وکړي؛ خو د کابل حکومت غواړي چې طالبان په پاکستان کې ورسره وګوري.
ښاغلی روبین وايي: «زه فکر نه کوم چې متحده ایالات به نوی مشر په نښه کړي چې هغه د سولې مخالف دی. دا هدف نه و چې ملا منصور هدف وټاکل شو. قانوني هدف دا و چې طالبانو د منصور په مشرۍ په افغانستان پر مېشتو امریکايي ځواکونو بریدونه کول. زما معلومات دا دي چې منصور کوښښ کاوه چې په کابل کې پر امریکايي اهدافو لوی برید برابر کړي چې ستر تلفات به ولري. زه فکر کوم پر منصور برید د دغه هدف ځواب و».
ملا رسول منځلاری؟
دغه امریکایی کارپوه فکر نه کوي چې له طالبانو د جلا شوې دلې مشر، ملا محمد رسول دې ډېر موثر وي.
ښاغلی روبین د ملا رسول په اړه وايي: «ما ملا رسول یا د هغه ویاند نه دی کتلی چې د سولې په ګټه څه ووايي خو دا یو تاثر موجود و چې د ملا رسول او د هغه ډله ډېر مهم نه دي او په پوځي لحاظ ډېر ارزښت نه لري»
ښاغلی روبین زیاتوي، نو که هر څوک په دې باور دي چې طالبان په مختلفو ډلو سره وېشل شوي دي هغوی ناسم معلومات لري. که څه هم ملا رسول له هغوی څخه جلا شوی دی خو بیا هم موږ وینو چې طالبان په ټول افغانستان پراخې او موثرې حملې ترسره کوي. دا ښيي چې د ملا رسول بېلوالي پر هغوی کوم اغېز نه دی کړی.