خبرونه

عراق کې ځانمرگي برید ۶۰ تنه وژلي

تېره ورځ ماښام د بغداد سویل ته د حلل ښار په یوه امنیتي پوستې باندې د ځانمرگي برید له امله ۶۰ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه نور د برید له امله ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی. د امنیتي مسوولینو په وینا دا برید د دې ښار په تاریخ کې تر ټولو ستره چاودنه وه چې له کبله یې د امنیتي ځواکونو پوسته په بشپړه ډول ویجاړه شوې او شاوخوا نږدې کورونه او په لسگونو موټر په کې له منځه تللي دي.

په دې وروستیو کې امریکايي او عراقي پوځیانو په گډه د داعش په ضد عملیات پیل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button