
د افغانستان بانک په پام کې لري چې ۲۵میلیونه امریکایي ډالر مارکیټ ته وړاندي کړي، چې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي. د افغانستان بانک له هغو بانکونو غوښتنه وکړه چې د دې ډالرو د پېرودلو لپاره یې له افغانستان بانک سره ۱۵میلیونه افغانۍ په تضمین کې ایښې.
له پاتې نورو بانکونه چې د تضمین په ایښودلو کې پاتې راغلي غوښتنه وکړه چې خپل تضمین په راتلونکو رقابتونو کې پوره کړي چې د دې جوګه شي چې راتلونکو رقابتونو کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک دا اعلان وروسته له هغي وکړ چې د اسعارو په مارکیټ کې د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر په مقابل کې ۶۸ ته ورسید. د افغانستان بانک په پام کې لري چې د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره په نږدي راتلونکې کې نور ډالر هم مارکیټ ته وړاندې کړي.