خبرونه
د کابل د یوولسمې حوزې د قومندان دنده ځنډېدلې اعلان شوه

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هرې حوزې په سیمه کې چې برید وشي د هماغې حوزې قومندان او نور کارکوونکي یې په اړه مسوول دي.
نن سهار د یوولسمې حوزې په سیمه کې د یوه پله لاندې بمب نصب شوی وو چې د چاودنې له امله یې یو ماشوم ووژل شو. د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نجیب دانش رسنیو ته وویل چې د دې حوزې د قومندان دنده ځنډول شوې ده او دپېښې په اړه پلټنې روانې دي.
دانش همدارنگه زیاته کړه چې د ولسي جرگې د پېښې په اړه هم څېړنې روانې دي که چېرې دا ثابته شوه چې پېښه د پولیسو د نه پاملرنې له کبله شوې نو مسوولو کسانو ته به سخته جزا واورول شي.