شعر
غزل / عبدالهادي هادي
زندګي
ښکلو سترګو جادوګرو یم وژلی
ستا پستو پستو خبرو یم وژلی
زاره چاودې او زړه تنګې زندګي ده
ماتو زړو د مساپرو یم وژلی
څه مې پوښتې چې ژوند څرنګه تیریږي
بس یادونو د ملګرو یم وژلی
شین ځنګل په مخه راشي په ژړا شم
د پکتیا غوڅو نښترو یم وژلی
په زخمي وجود مې ټول پسې اخیستي
د څلویښت ملکو کافرو یم وژلی
په یو څو خوږو خبرو مې ټکور کړه
خود بینیو دې اکثرو یم وژلی
هادي اوسم د بېقدرو په مالت کې
د بیخوندو تشو غورو یم وژلی