دنښترو په شان ژڼي / بلینډه بدرۍ
مونږ لیدل په ډکو سترګو
د نښترو په شان ژڼي
غټې غټې تورې سترګې
له غرور او غیرت ډکې
اوږدې غوړې ګوورې څڼې
تاو کاږه نري بریتونه
د تکبیر نارې ېې خولو کې
څه مسکي په دار ولاړ شول
یو غلام جلاد ېې څنګ ته
سپین کاغد په لاس ولاړ وو
تاریخچه د هر یو ژڼي
بیله بیله ېې لوستله
هر یو ژڼی ګنګار وو
صلیبیان ېې وو وژلي
د خپل ژوند په بدل واړو
ددې چم د هرې پيغلې
عزتونه وو ساتلي
میړني وو تریالي وو
بس همدوئ د سر ژڼکي وو
مونږ غوښتل چې چیغې وکړو
تندي ووهو په کاڼو
خو په سترګو غلي غلي
هر یو بیل بیل راته ووې
ای زمونږ پښتنو خویندو
پام چې اوښکې توې نه کړئ
خدای د پاره ویر ونه کړئ
بس پيڅکې مو ځولۍ کړئ
او د خدای مخ ته ېې نیسئ
دا دعا ترینه تل غواړئ
چې ای خدایه نور هم ډیر کړه
پښتنو کې داسې ژڼي
خیر که دار باندې ځړیږي
خو بس خدایه چې ډير نه کړې
پښتنو کې داسې ژڼي
چې د خور او لور ټيکری ېې
پيرنګیان په زوره اخلي
او دوی ټيټې سترګې ګوري
ځاځي آریوب