افغانستانسلايډ

طالبانو د پشترود ولسوالۍ مرکز کلابند کړی دی

سلگونو وسله والو طالبانو د فراه د پشترود ولسوالۍ مرکز کلابند کړی دی. ځايي چارواکي وايي، گڼو کورنيو د جگړې له وېرې سيمه پريښې ده او بل لوري ته کوچېدلي دي.

د پشترود ولسوال غوث الدين رسنيو ته ویلي، سلگونو وسله والو طالبانو پرون سهار د دې ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ او تر دې دمه يې کندر، دوکين، فيض آباد، گج گين، چپک، چارماق او کوشه کلي نيولي دي.

ولسوال پژواک سره خبرو کې د طالبانو له لوري د ولسوالۍ د مرکز د کلابند کېدو پخلی کړی دی.

نوموړی وايي، جگړه کې دوه تنه وژل شوي دي، خو امنيتي ځواکونو او ملکي وگړو ته زيان نه دی اوښتی.

د سيمې خلک وايي، د جگړې له وېرې يې خپل کورونه پريښي او چې کله حالات سم شي، بېرته به راستانه شي.

وسله والو طالبانو هم ويلي دي، چې پرون سهار يې پشترود کې بريدونه پيل کړی او امنيتي ځواکونو ته يې تلفات اړولي، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.

د پشترود ولسوال وايي، د ولسوالۍ د ساتنې لپاره کافي ځواکونه لري، خو  د طالبانو له لوري د نيول شويو کليو د بېرته نيولو لپاره نور ځواک ته اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button