
د هند صدر اعظم نريندرا مودي کابل ته راورسېد
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د هند لومړی وزير نريندرا مودي د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.
دا لومړی ځل دی، چې د هند لومړی وزير کابل ته سفر کوي.
مودي به سبا ته د هند په مالي مرسته جوړه شوې د ملي شورا نوي ودانۍ پرانيزي او اټکل شوی، چې نوموړی به افغانستان سره د نوو مرستو اعلان هم وکړي.
د هند لومړی وزير په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې ولسمشر اشرف غني نن په دوه ورځني رسمي سفر ترکيې ته تللی دی.