
اسلامي پراختیايي بانک چې د سعودي په جدې ښار کې یې مرکزي دفتر دی په اندونیزیا کې د خپلې یوڅلوېښتمې غونډې په ترڅ کې له افغانستان سره یې د دوامدارې مرستې ژمنه وکړه.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی په دې اړه رسنیو ته ویلي چې د بانک په دې غونډه کې د افغانستان له لوري د ماليې وزیر اکلیل حکیمي برخه اخیستې ده.
عبدالرحیمزي زیاته کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک چارواکو له اکلیل حکیمي سره ژمنه کړې چې دوی به افغانستان سره دوامداره مرسته کوي او خپلې روانې پروژې به بشپړې کوي.
د ماليې وزارت چارواکي د عربي هېوادونو مرستې په پرمختیايي پروژو کې گټورې بولي.