سيمه او نړۍ

امريکا: د واورې توپان اته تنه وژلي

د امريکا د متحده ايالاتو په ختيځ کې د واورې د توپان له امله اته تنه وژل شوي دي. چارواکو سيمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. اټکل کېږي، چې د واورې دغه توپان به يو نوی ريکارډ جوړ کړي.

د امريکا ختيځو ايالتونو کې چارواکو څو ورځې وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړ، چې له يوه سخت واورين توپان سره د مخ کېدو لپاره دې تياری وکړي. شاو خوا پنځوس مليون وگړو له هغه وروسته ځان ته اړين توکي برابر کړل. چارواکو له خلکو غوښتي، له خپلو کورونو ونه وځي.

د امريکا د هوا پېژندنې ادارو اټکل کړی، چې پنځه اويا سانتي مترو پورې واوره به وورېږي. د واورو له امله په پلازمېنه واشنگټن او نورو ايالتونو کې ښوونځي او دولتي مرکزونه تړلي دي او الوتنې لغو دي.

له واورې سره توند باد هم مل دی، چې سرعت يې ساعت کې شپږ اتيا کيلو متره ښودل شوی دی. د هوا پېژندې ادارې وايي، دغه توپان به د امريکا د نولس ايالتونو پنځه اتيا مليونه وگړي اغېزمن کړي.

امريکا کې په وروستي ځل تر ټولو ډېره واوره په ۱۹۲۲ز کې ورېدلې وه، چې يو اويا سانتي متره وه، د هوا ادارې وايي، نوی توپان به دغه زوړ ريکارډ مات کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button