سيمه او نړۍ
د امريکا اوهايو کې اته تنه وژل شوي

امريکايي پوليسو اوهايو ايالت کې يوه کور کې د اتو تنو مړي موندل دي. د اوهايو چارواکي وايي، وژل شوي اته کسان د يوې کورنۍ غړي دي.
په وژل شويو کې د کورنۍ اوه تنه مشران او يو شپاړلس کلن ځوان شامل دي، وژونکي درې کوچنيان ژوندي پرېښي او ځان يې ورک کړی دی.
د اوهايو پوليس وايي، وژل شوي کسان ټول په سر په ډزو ويشتل شوي دي، خو وژونکی يې تر دې دمه معلوم نه دی. پوليسو زياته کړې، چې د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.
پوليسو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې پام وکړي، ځکه شونې ده وژونکی تن نورو خلکو ته هم زيان واړوي.