يو کاناډايي د طالبانو له بنده ازاد شوی
د کاناډا بهرنيو چارو وزارت وايي، چې يو کاناډايي يې افغانستان کې د طالبانو له بنده خوشې کړی او ژر به خپل هېواد ته راستون شي.
د کاناډا بهرنيو چارو وزير سټيفن ډيون تېره ورځ ناوخته د کاناډا پلازمېنې اوټاوا کې رسنيو ته وويل، چې ۲۰۱۰م کې د طالبانو له لوري نيول کاناډايي کولين رودرفورډ يې د پرله پسې هڅو په نتيجه کې د طالبانو له بنده ازاد کړی او ډېر ژر به خپلې کورنۍ او دوستانو سره يو ځای شي.
د رودرفورډ ورور هم رسنيو ته وويل: «موږ ډېر خوښ يو، چې زموږ ورور د طالبانو له پنځه کلن بند وروسته هېواد او کورنۍ ته راستنيږي او په دې اړه د ټولو کانالونو او خپل هېواد مننه کوو، چې زما د ورور په راخوشې کولو کې يې مرسته کړې ده.»
د کاناډا بهرنيو چارو وزير د قطر هېواد څخه هم مننه وکړه، چې د رودرفورډ په راخلاصولو کې يې هلې ځلې وکړې، مګر په دې اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
۲۰۱۰م کې، چې رودرفورډ په افغانستان کې نادرکه شو او بيا يې طالبانو د نيو اعلان وکړ، هغه مهال د کاناډا بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې رودرفورډ د دوی له خبرولو پرته په داسې حال کې افغانستان ته د يو سيلاني په توګه سفر کړی، چې دوی د خپل هېواد اتباعو ته خبرداری ورکړی و، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
هغه مهال کاناډايي چارواکو ويلي و، چې دوی د رودرفورډ په خلاصون کې هېڅ نه شي کولای او هڅه به کوي، چې د نوموړي له تښتوونکو سره اړیکه ونيسي او د هغوی د غوښتنو په منلو رودرفورډ ترې راخلاص کړي.
کاناډايي رسنيو د کولين رودرفورډ هغه ويډيو هم خپره کړې، چې دی د طالبانو په بند کې دی، او هغوی ترې د، عمر، دندې، زدهکړو او افغانستان ته سفر په اړه پوښتنې کوي.
په ويډيو کې يو تن، په انگليسي ژبه له رودرفورډ پوښتنې کوي او دی وايي، چې ۲۶ کلن دی، ماستري دورې پورې يې درسونه ويلي، د حکومت مامور دی، افغانستان ته د تورېزم په نيت راغلی و، کابل کې يې له درې ورځو تېرولو ورستو غزني ته ولاړ او هلته د طالبانو له لوري ونيول شو.
سي ټي وي کاناډايي تلويزون د بهرنيو چارو وزارت له قوله د کولين رودرفورډ د خلاصون پخلی کوي او د سي ټي وي ژورنالېستې د دې پوښتنو په ځواب کې يې څه نه دي ويلي، چې رودفورډ، د پېسو مقابل کې خوشې، که د طالبانو بنديانو او يا بلې معاملې په پايله کې.
د سي ټي وي په وينا کاناډايي چارواکي د دې پوښتنو په اړه له ځواب ويلو ډډه کوي او يوازې دومره وايي، چې دوی د قطر د منځګړيتوب او هڅو ډېره مننه کوي، چې د کولين رودرفورډ په خلاصون کې يې کړي دي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.