سيمه او نړۍ

د سوريې مضایا کې د لوږې کړکېچ د لوېدیز رسنیو نیوکې پارولي

امريکايي او برتانوي رسنيو د سوريې مضايا سيمې وږو تږو محاصره اوسېدونکو په اړه ليکلي، چې د حزب الله شيعه ملېشو او د بشارالاسد نظام له تېرو څو مياشتو راهيسې د دغې سيمې خلک وږي تږي محاصره کړي، تر دې، چې دغه خلک، د پېشوگانو، سپيو، وښو او نورو شيانو خوړو ته اړ شوي دي.

سنډې ټيليګراف په خپله نننۍ گڼه کې د ډيويډ بلير يوه مقاله خپره کړې او وايي، که د برتانيې الوتکې د مضايا اوسېدونکو ته خواړه او اوبه نه شي غورځولی، نو گټه يې څه ده.

ليکوال زياتوي، چې مضايا د سوريې لويديځ څخه له لس کليومټره زياته لرې نه ده او د غربي هېوادونو الوتکې په څلوېښتو ثانيو کې دغې سيمې ته رسېدلی او خلکو ته خواړه غورځولی شي.

د ليکوال په وينا مضايا او نورو سيمو کې زرگونو خلک له لوږې مري، حزب الله شيعه ملېشو او د بشارالاسد نظام دغه خلک محاصره کړي او واکمنې ملېشې غواړي، چې د مضايا او زبداني خلک د لوږې په وسلې ووژني.

ډيويډ بلير لکيلي، چې د دښمن وږي کول او محاصره کول،  د منځني پېړيو د وخت خبرې دي، مگر بشارالاسد په دې زمانه خپل هېواد کې د هغو سيمو خلک له لوږې وژني، چې د ده واکمني نه مني او ټوله موخه يې هم دا ده، چې ده ته سرونه ټيټ کړي.

«د برتايې شاهي هوايي ځواک الوتکې ولې د مضايا او زبداني خلکو ته خواړه نه غورځوي، که دغه الوتکې بمونه غورځوي، نو د وږو تږو لپاره ولې خواړه نه شي غورځولی.»

ډيلي مېل برتانوي ورځپاڼې هم ليکلي، چې د سوريې درې سيمو خلک له لوږې مري، د سپيانو، پېشوگانو او وښو خوراک ته اړ شوي دي.

واشنگټن بوسټ ورځپاڼې هم د مضايا او زبداني خلکو په اړه ليکلي، چې د دې خلکو له وږي کولو او ځورولو ښکاري، چې د سوريې سوله څومره رښتينې ده، په داسې حال کې، چې د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري څو ورځې وړاندې ويلي و، چې « سوريه کې د بشارالاسد نظام د بدلېدو لپاره څو اوونۍ وخت پاتې دی.»

واشنگټن پوسټ په خپله سرمقاله کې ليکلي، چې  جون کيري له دې څو مياشتې وړاندې هم دغه ډول خبرې کړې وې، اوونۍ يو په بل پسې تېريږي، مگر امريکايي او برتانوي الوتکې د مضايا او زبداني خلکو ته خواړه نه شي رسولای او دا خلک له لوږې مري.

واشنگټن پوسټ زياتوي، جون کيري هيله من دی، چې د سوريې حکومت او مخالفينو تر منځ د روغې جوړې په پايله کې نوی حکومت وټاکي، مګر داسې ښکاري، چې دوی سره د مضايا او نورو سيمو د وږو تږو او ولسي خلکو د مرگ ژوبلې غم نه شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button