د ایران د تېلو صادرات د تېلو بيې ټیټوي
د اقتصادي بندیزو له لرې کیدو سره سم ایران اعلان وکړ چې د تیلو په صادراتو کې به زیاتوالی راوړي. تر ۲۰۱۲م کال پورې ایران ۲.۳ ملیونه بیررله تيل صادرات لرل چې د همدې کال د اقتصادي بندیزونو له امله د ایران د تېلو صادرات ۱ ملیونه بیرلو ته را ټیټ شول.
د ایران او نړیوالو تر منځ له اتومي هوکړې وروسته له ایران څخه اقتصادي بندیزونه لرې شول. د ایران د پټرولیم وزیر رخندالدین جاویدي رسنیو ته وویل چې د تیلو په صادراتو کې ۵ لکه بیررله زیاتوالی راولي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵م له جون راهیسې د نړۍ په مارکیټونو کې د تېلو بیې ورځ تر بلې پرېوځي. تېر جون کې د یو بیرل تېلو بیه ۱۰۸ امریکایي ډالره وو او اوسمهال د یو بیرل تېلو بیه ۲۸ امریکايي ډالره دي، چې دا په تېرو ۱۳ کلونو کې د تېلو تر ټولو ټیټه بیه ده.
د تېلو د چارو کارپوهان په دې نظر دي، که د تېلو په نړیوال مارکیټ کې عرضه ډېره شي نو شاید د تېلو بیې نورې هم راپرېوځي او د تېلو د صادروونکو هیوادونو زیان به ډېر شي. د ایران د صادراتو د ډېروالي له خبر سره د عربي متحده اماراتو د انرژۍ وزیر رسنیو ته وویل چې که ایران د ورځې ۵ لکه بیرله تېل بازار ته راوباسي نو «بازار به له کړکیچ سره مخ شي».
د اوپيک غړي سهیل بن محمد المزوري رسنیو ته وویل چې د ایران دا کار به د تېلو د بیو کړکیچ نور هم اوږد کړي. ده زیاته کړه: «موږ اوس هم د تېلو ډېره عرضه لرو که چېرې دا کچه ډېره شي نو حالات به تر دې هم خراب شي».
د ایران د تېلو له صادراتو سره اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې د ایران اقتصادي وده ۵.۵ ته ورسېږي، چې دا د ایران اقتصادي تاریخ ته په کتو سره یو ښه پرمختگ دی.