پاکستان ممتاز قادري اعدام کړ
د پاکستان پنجاب پخواني والي او د پيپلز گوند د لوړپوړي مشر سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري نن سهار وختي پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه اډياله محبس کې د محکمې په امر اعدام شو.
د پنجاب پوليسو افسر سجاد گوندل رسنيو ته وويل، چې له اعدام وړاندې د ممتاز قادري کورنۍ زندان کې نوموړي سره ملاقات وکړ او له اعدام وروسته يې مړی خپلوانو ته وسپارل شو.
د اعدام پر مهال اډياله محبس د امنيتي ځواکونو له لوري کلابند شوی او په ټوله سيمه کې امنيتي تدابير نيول شوي وو.
د ممتاز قادري د اعدام خبر له خپرېدو سره په پينډۍ او اسلام اباد کې گڼو خلکو د ممتاز قادري په ملاتړ او حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړي او د پاکستان په نورو ښارونو کې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي دي.
۲۰۱۱م کال کې د سلمان تاثير له وژلو وروسته ممتاز قادري په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د ناموس رسالت قانون ته د سپکاوي له امله يې د پنجاب والي په ډزو وواژه.
د راولپينډۍ ترهگرۍ ضد محکمې ۲۰۱۱م کې ممتاز قادري دره ځله په مرگ محکوم کړی و.
ممتاز قادري د اسلام اباد مرافعې محکمې ته عريضه کړې وه، چې د اعدام پرېکړه يې لغوه شي او تېر کال فبرورۍ کې محکمې د قادري د اعدام پرېکړه رد کړې وه، مگر پوځي محکمې يو ځل بيا د ممتاز قادري د اعدام پرېکړه تاييد کړه او نن سهار وختي د يادې پرېکړې له مخې اعدام شو.