پاکستان د ايران او سعودي تر منځ منځگړيتوب کوي
د پاکستان صدر اعظم نوازشريف د ايران او سعودي عربستان تر منځ د روانو ستونزو او بحران د پای ته رسولو په موخه سعودي عربستان او ايران ته ځي.
د پاکستان حکومت وياند او اطلاعاتو وزير سناتور پروېز رشيد تېره شپه ناوخته اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، صدر اعظم نواز شريف به سبا دوشنبه د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ولاړ شي او هلته به له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او نورو لوړپوړو چارواکو سره وويني.
د پروېز رشيد په وينا نوازشريف به له رياض وروسته د سه شنبې په ورځ تهران ته ځي او د ايران ولسمشر حسن روحاني سره به د ايران او سعودي بحران په پای ته رسولو خبرې وکړي.
نوازشريف سره به په دغه سفر کې د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف هم ملگری وي.
سعودي عربستان کې د ايران پلوي شيعه عالم نمبر باقر النمر له اعدام وروسته د ايران او سعودي اړيکې خړې شوې، تهران کې د سعودي سفارت وسوځول شو او له هغې وروسته سعودي عربستان، کويت، سوډان او بحرين ايران سره خپلې سفارتي اړيکې پرې کړې.
له هغې وروسته د سعودي بهرنيو چارو وزير عادل الجبير اسلام اباد ته لاړ او ورپسې دفاع وزير محمد بن سلمان هم له پاکستاني چارواکو د سياسي او دفاعي مرستو غوښتنه وکړه.
پاکستان سعودي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې سعودي عربستان او حرمينو شريفينو ته د گواښ پر مهال به پاکستان د سعودي دفاع کوي او پرېکړه يې کړې، چې د سعودي عربستان او ايران بحران په پای ته رسولو کې د منځگړي رول ادا کړي او دغه ستونزه به د خبرو له لارې حل کړي.