د ترکيې پلازمېنه انقره کې چاودنې ۳۴ کسان وژلي
د ترکيې پلازمېنه انقره کيزيلې ښار کې يوې درنې چاودنې ۳۴ کسان وژلي او ۱۲۵ يې ټپيان کړي دي.
د چارواکو په وينا کومه سيمه کې چې چاودنه شوې، د خلکو گڼه گوڼه زياته وه او سوداگريزه سيمه ده.
د ترکيې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې ۳۴ وژل شوو کې دوه بريدگر هم شامل دي.
د انقرې امنيتي مسوولين وايي، چې چاودنه د بسونو په يو تم ځای کې شوې، چې گڼ شمېر خلک هلته تگ راتگ لري او هلته په ولاړ موټر کې چاودنه وشوه.
د پېښې عيني شاهدانو ويلي، چې چاودنه دولتي ودانيو ته څېرمه شوې او دغه سيمه کې گڼو سپارلۍ وړونکو او نورو موټرو اور اخيستی.
د ترکيې حريت ورځپاڼې ليکلي، چې چاودنه د ترکيې په وخت ماښام۶:۴۱ وشوه، د دوهمې چاودنې له ويرې سيمه له خلکو خالي شوې او د پېښې ځای ته لسگونو امبولانسونه راغلي دي.
يوې امنيتي سرچينې رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې چاودنه د ځانمرگي بريد له امله شوې ده.
د امنيتي چارو څارونکي وايي، چې په تېره شپږو مياشتو کې يوازې پلازمېنه انقره کې درې سترې چاودنې وشوې او دغه چاودنې د ترکيې امنيت لپاره ستر گواښ دی.
تېره مياشت هم انقره کې د پوځيانو پر کتار چاودنې ۲۳ کسان وژلي و او لسگونو نور ټپيان شوي وو.
راپورونه وايي، چې د نورو چاودنو له امله سيمه له اوسېدونکو خالي کړای شوې ده.
د تېرې مياشتې چاودنې پړه د ترکيې کردي ياغيانو منلې وه.
دغو کردي ياغيانو په خپله ويب پاڼه د چاودنې پړې منلو ترڅنگ د ولسمشر اردوگان پر پاليسيو نيوکې کړي دي.
ترکي چارواکي وايي، چې امريکا کردي ياغيانو ته وسلې ورکوي او په دغو وسلو ترکيه کې چاودنې او بريدونه کوي.