د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري څرګنده کړې ده، چې افغان حکومت او وسله وال طالبان د روان کړکيچ د پای ته رسولو لپاره له سولې پرته بله لار په مخ کې نه لري. نوموړي زياته کړې ده، چې افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات له پاره اړينه ده، چې حکومت او طالبان يوې سياسي هوکړې ته ورسېږي. د هغه په وينا هېواد يې د سولې او ثبات له پاره د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دی او ملاتړ يې کوي. هغه په دې اړه بروکسل غونډه کې افغان حکومت سره د امريکا او نړۍ ملياردونو ډالرو مرستو ته اشاره وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په اند افغانستان کې د امريکا پنځلس کلن ماموريت بې ګټې نه و. د هغه په وينا هلته د دوی حضور ډېر مثبت بدلونونه رامنځه کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری نړۍ وال او افغان شنونکي افغانستان کې د امريکا دغه ماموريت ناکام بولي.
کيري په عين وخت کې وسله وال د امن او ثبات دښمنان بللي او څرګنده کړې يې ده، چې هغوی افغانستان کې د امريکا لاسته راوړنې ګواښي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دې هېواد نور چارواکي په پرلهپسې توګه افغانستان کې پر جګړه ټينګار کوي او دا هغه څه دي، چې طالبان يې حکومت سره د خبرو اترو په مخ کې ستر خنډ بولي.
کيري دا څرګندونې امريکا کې د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته کړې دي، خو طالبانو بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو له نوموړي غوښتي، چې خپل ټول پوځونه له افغانستانه وباسي څو افغانان نور له روان کړکيچه خلاص شي او د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړيکې ولري.