روانې چارېسلايډ

مرسي له کودتا وړاندې: سيسي زما په دې کوچني جېب کې دی

د الجزير مشهور ژورنالېست، احمد منصور، په يوه نوې ليکنه کې ليکلي چې سيسي پر مرسي هغه مهال کودتا پيل کړه چې په ۲۰۱۲م کې يې په خپل سر په دفاع وزارت کې د هېواد د راتلونکي په موخه د سياسي ګوندونو غونډه جوړه کړه.
منصور دغه څرګندونې په يوه لړېيزه ليکنه کې کړي چې د قطر په الوطن ورځپاڼه کې خپره شوې ده.
 
ليکنه کې راغلي دي چې د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر له غونډې وروسته مرسي ته يې نږدې ټولو مشاورينو ويلې چې بايد سيسي لرې کړي، ځکه چې د کودتا پلان لري، خو مرسي به په خندا به يې ويلې چې سيسي مې خپل سړی دی.
 
منصور له دې وروسته داسې يوه کيسه ذکر کړې چې دی يې خپله شاهد دی. منصور زياتوي چې يو وارې په نړيوال سياست پوه عرب مشر زما په حضور کې مرسي ته خبر ورکړ چې امريکا او اروپايي هېوادونه سيسي د کودتا له پاره هڅوي. هغه مرسي ته د پلان شوې کودتا ځينې تفصيلات هم وړاندې کړل. منصور وايي چې دغه مشر مرسي هغه مهال حيران کړ چې په خندا يې دا ټولې خبرې رد کړې او ورته کړه يې: «سيسي زما په دې کوچني جېب کې دی».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button