روانې چارېسلايډ

د پاکستان سياسي حالات په خرابېدو دي

سياسي شنونکي پر دې باور دي چې د پاکستان سياسي حالات به يو وار بيا خراب شي، خو دا وارې په هېواد کې د يوه بدلون د رامنځ ته کېدو نښې ښکارې.

د پاکستان د لومړي وزير، نواز شريف مخکښ سياسي مخالف، عمران خان چې د تحريک انصاف ګوند مشري کوي، يو وار بيا په اسلام آباد کې د سترو لاريونو اراده لري. که څه هم هغه پخوا هم دغه ډول لاريونونه کړي وو، خو دا وارې يې ژمنه کړې چې د پخوا پر خلاف به ټول اسلام آباد بندوي او حکومتي او غير حکومتي ادارې به د ډېرې مودې له پاره تړلې وي.

د تحريک انصاف مشر څو څو وارې ويلي دي چې د نواز شريف حکومت ته به د پای ټکی ږدي. پرون د ياد ګوند وياند وويل چې راتلونکو څو مياشتو کې به لومړی وزير، نواز شريف د دوی په لاسونو کې وي. بلې خوا، داسې ښکاري چې حکومت هم د عمران خان له دغو څرګندونو وېرېدلی وي. پاکستاني رسنۍ وايي چې حکومت دا وارې اراده لري چې د دغه ډول لاريون مخه ونيسي. حکومت دغه راز پرېکړه کړې چې عمران خان په خپل کور کې نظربند کړي. د همدې له پاره يې د کور شاوخوا د پوليسو ډېر موټر ورټول شوي او کانټينرونه يې هم ايښي؛ خو هغه ګواښ کړی چې د الوتکې له لارې به له کوره ورځو او غونډو کې به برخه اخلي.

پرون اکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسلام آباد سترې محکمې پرېکړه کړې چې د دوو مياشتو له پاره به د ملکي قانون ۱۴۴مه ماده پلې کوي. د دې مادې له مخې پنځه او ډېر کسان نه شي کولای چېرته غونډ شي يا يو ځای وګرځي. محکمې دغه راز زياته کړې ده چې عمران خان نه شي کولای په اسلام آباد کې د لاريون له کبله حکومتي او غير حکومتي ادارې وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوی درستيز، راحيل شريف د تقاعد وخت نږدې دی. د پنجاب لومړي وزير شهباز شريف او د پاکستان د کورنيو چارو فدراني وزير، چودري نثار تېره شپه له راحيل سره کتلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button