ولسمشر د حزب اسلامي د غړو د خونديتوب فرمان صادر کړ
ولسمشر غني د حزب اسلامي د غړو د خونديتوب او له دې حزب سره د اوربند فرمان صادر کړ.
په دې فرمان کې پر افغان هوايي او ځمکني ځواک غږ شوی، چې د حزب اسلامي له غړو سره جگړه ونه کړي او د دوی پر مرکزونو دې عمليات نه کوي.
ولسمشر غني دا فرمان وروسته له هغه صادر کړ، چې د حزب اسلامي يوه مهم غړي جمعه خان همدرد تېره ورځ څرگنده کړه، چې د حزب او دولت تر منځ د سولې تړون لا هم په لومړي پړاو کې دی او عملي پړاو يې نه دی پيل شوی.
نوموړي زياته کړې وه، چې د سولې د تړون له لاسليک وروسته نور پړاوونه شته، چې بايد حکومت يې عملي کړي، خو په دې اړه يې نور جزيات ورنه کړل.
د ولسمشر په دې فرمان کې له امنيتي ځواکونو دا غوښتنه هم شوې، چې که د حزب جنگيالي له افغان دولت سره له ثبت وړاندې له کومې بلې وسله والې ډلې سره په جگړه شي، امنيتي ځواکونه دې يې مرسته او ملاتړ وکړي.
د ولسمشر غني مرستيال وياند دواخان مينه پال بي بي سي سره خبرو کې ويلي: «د حزب اسلامي غړي له هغه ژمنې سره سم مدغمېږي، چې د سولې د هوکړې د پلي کولو په تړاو په کې ويل شوي، چې حزب خپل ټول نظامي فعاليتونه او ادارې په ټپه دروي او هغه بنديان به افغان حکومت ته سپاري چې دوی سره دي».
خو د ولسمشر په دې تازه فرمان کې په خپله د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار د خونديتوب او له تور ليسته د ويستلو په اړه څه نه دي ويل شوي.