هلمند: د نږدې ټولو ولسواليو ادارې تړلې دي
هلمند کې د وسله والو طالبانو د پراخو بريدونو له امله له مرکز لښکرگاه او گرشک ولسواليو پرته د نورو ټولو ولسواليو ادارې تړلې او کارونه يې په ټپه ولاړ دي.
د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر پژواک سره خبرو کې ويلي، چې اوسمهال ټولې ولسوالۍ د طالبانو له لوري کلابندې دي او امنيتي سرتېري د ولسواليو له مرکزونو د سنگرونو کار اخلي. دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولايت پينځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي. دغه راز د لښکرگاه ښار څلورمه امنيتي حوزه نږدې له تېر کال راهيسې د طالبانو کنټرول کې ده، چې د امنيتي کمېټې د مشر په وينا چارواکي يې اندېښمن کړي دي.
ښاغلی شاکر زياتوي: «ولسواليو کې ملکي خدمات په بشپړ ډول بند دي، يوازې دولتي ودانې امنيتي ځواکونو سره دي، چې هر وخت تر بريدونو لاندې وي». د هغه په وينا د لښکرگاه ښار ډېری قاضيان د نورو دولتي مامورينو په څېر له ښاره وتلي دي.
د هلمند د ولايتي شورا غړي هم وايي، چې اوسمهال ولسواليو کې خلکو ته د خدمت په نامه هيڅ څه نه شته، روغتونونه او ښوونځي تړلي دي او په هيڅ اداره کې دولتي مامورين نه شته.
بل پلو د هلمند ډېری اوسېدونکي وايي، چې دوی دا مهال خپلې ستونزې وسله والو طالبانو ته وروړي او هغوی يې ورته اواروي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د يادو چارواکو خبرې تاييدوي، خو په وينا يې امنيتي ځواکونه کوښښ کوي، چې سيمې بېرته له وسله والو طالبانو ونيسي.
سره له دې چې مرکز کابل کې چارواکي د هلمند جگړې ته يوه او بله پلمه گوري، خو د جگړې د غځېدو د لاملونو معلومولو لپاره د ولسمشر غني تللي پلاوي دغه جگړه جعلي او تجارتي وبلله او چارواکي يې تورن کړل، چې د خپلو گټو د ترلاسه کولو لپاره نه غواړي دا جگړه ختمه کړي.
د هلمند جگړه کې تر دې دمه د جگړې د دواړو لوريو او ملکي کسانو زرگونو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې او زرگونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې دي.