خبرونهسلايډ

د سپیڼې ماڼۍ پخوانی ویاند: پر شریعاتو باور لرونکې دې له امریکا وېستل شي

د سپیڼې ماڼۍ پخوانی ویاند گینگریچ وايي چې په امریکا کې دې باید له مسلمانانو څخه د شریعاتو په اړه ازموېنه واخیستل شي. گنگریچ زیاتوي چې هر هغه مسلمان چې په شریعاتو باور لري باید له امریکا څخه وېستل شي.

گنگریچ دا څرگندونې د فرانسې د نیس د ښار له پېښې وروسته کړي. تر دې مخکې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند ډونالډ ټرامپ هم دېته ورته څرگندونې کړې وې. ټرامپ له امریکايي چارواکو غوښتي وو چې پر مسلمانانو دې امریکا ته په راتگ باندې بندیز ولگوي چې امریکایان پوه شي چې ستونزه چېرته ده.

گنگریچ همداراز زیاته کړې چې د لویدیځ تمدن له جگړې سره مخ ده او په شریعاتو باور لرونکي باید له هېواد بهر کړای شي.

د فرانسې ولسمشر هولاندو همداراز ویلي چې هېواد یې له «اسلامي ترهگرۍ» سره مخ ده. په لودیځ کې د گڼو ترهگریزو برېدونو له کبله له مسلمانانو سره کرکه ډېره شوې او له گڼو کړاوونو سره شپې ورځې سبا کوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button