د غور والۍ سيما جوينده له دندې ګوښه او د کابل د مرستيال والي په توګه وټاکل شوه.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې رسينو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې آغلې جوينده د ولسمشر د فرمان له مخې له ولايته ګوښه شوې او د کابل د مرستياله والۍ په توګه ټاکل شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې تر اوسه د آغلې جوينده پر ځای بل څوک نه دي ټاکل شوي او د نوي والي تر راتلو به د ولايت مرستيال د ولايت سرپرست وي.
مېرمن جويندې وړمه ورځ د غور مرستيال والي په ګډون څلور ولايتي چارواکو د مالي فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندلي وو.
تر اوسه د آغلې جوينده د ګوښه کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
جوينده د چخچران اوسېدونکې ده د روان کال سرطان کې ولسمشر اشرف غني د غور د والي په توګه وټاکله او تېره مياشت يې رسنيو ته ويلي و، چې غور کې د ځمکو غاصبين او زوراکي د دې د وژلو هڅې کوي او غواړي، دا له ولايته ګوښه کړای شي.
سيما جوينده پخوا ښوونکې وه، له هغې وروسته بهرنۍ ان جي او سره دنده ترسره کوله او له ولايت وړاندې يې د کليو او پراختيا وزات کې کار کاوه.