افغانستانسلايډ

افغانستان: جگړو څلورو مياشتو کې اووه دېرش زره کورنۍ بې ځايه کړي

د ملگرو ملتونو يوه تازه راپور ښودلې ده، چې افغانستان کې تېرو څلورو مياشتو کې د جگړو له امله له اوه دېرش زرو ډېرې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.

له راپور سره سم د ملگرو ملتونو سازمان د روان کال له پيله د مارچ تر دېرشمې نېټې اووه دېرش زره دوه سوه او څلور نوي کورنۍ شمېرلې دي، چې افغانستان کې د جگړو له امله له خپلو سيمو تښتېدلې او بې ځايه شوې دي. که په منځنۍ توگه د هرې کورنۍ غړي اووه تنه وگڼل شي، څلورو مياشتو کې د بې ځايه شويو وگړو شمېر له دوه نيم سوو زرو اوړي.

راپور کې د ۲۰۱۵ز د داخلي بې ځايه شويو په اړه ويل شوي، دغه کال کې نږدې څلور سوه زره تنو د تاوتريخوالي او جگړو له کبله خپلې سيمې خوشې کړي او کډوالۍ ته اړ شوي وو، چې د ۲۰۱۴ز په نسبت په کې ۹۶ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د م. م له راپور سره سم افغانستان کې اوسمهال دولس سوه زره تنه بې ځايه شوي دي، چې ډېره لږه اندازه نړيوالې مرستې ور رسېږي.

وروستي دوه کلونه افغانستان کې د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې خورا ډېرې شوې، چې له امله يې د افغانستان خلک د کډوالۍ په گډون له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان شول. همدا اوس د هلمند، کندز او بغلان په گډون د ډېری ولايتونو وگړي له خپلو سيمو په تېښته دي. بل لور ته بې ځايه شوي خلک شکايت کوي، چې هيڅ ډول دولتي او نړيوالې مرستې نه ورسره کېږي او ژوند يې له ستونزو ډک دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button