پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلو تازه څرگندونو کې پر امريکا نيوکه کړې، چې ترورېزم سره جگړه کې ريښتونې نه وه.
نوموړي ويلي، امریکا له همدې امله د افغانستان جنگ کې ماتې هم وخوړه او ويې نه شو کړی، چې ترورستان له منځه يوسي.
ښاغلي کرزي روسيې سره خپلو نننيو خبرو کې وويل: «لومړيو کلونو کې موږ د ترورېزم پر ضد بريالي وو، افغانستان کې د خلکو ژوند او امنيت پرمختگ کړی و، خو وروسته ورځ په ورځ د ترورستانو زور ډېر شو، تر دې چې اوس کابل هم تهديدوي». کرزي دا خبرې په داسې حال کې کړي دي، چې د کابل گڼ مهم ځايونه د هغه د حکومت په دوره کې هم تر مرگونو بريدونو لاندې وو.
پخواني ولسمشر زياته کړه: «امريکايي او ناټو ځواکونه د افغانستان کليو او ښارونو کې د ترورستانو پر ضد جنگېدل، په داسې حال کې چې هغوی دلته نه و، امريکا بايد له افغانستانه بهر د دوی پټنځايونه او د تمويل سرچینې له منځه وړی وی».
د هغه په وينا امريکا او ملاتړي يې پوهېدل، تروروستان چېرته او څه ډول روزل کېږي، خو په اړه يې هيڅ گام پورته نه کړ.
خو ښاغلي کرزي دا ونه ويل، چې له ترورستانو يې هدف څوک دي او ايا طالبان هم په کې شامل دي که نه؟ شنونکي د طالبانو په اړه د پخواني ولسمشر چلن د ولسمشر غني په نسبت نرم بولي. هغه د خپل حکومت پر مهال طالبانو ته د «مرور ورونه» اصطلاح کاروله، چې له همدې امله د ځينو خلکو تر نيوکو لاندې هم و. خو له دې هر څه سره د طالبانو پر ضد د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو په جگړه کې کمی نه و راغلی.