قدیر: که مې پر ملي امنیت شورا تورونه ثابت نه کړل، استعفا ورکوم
د ولسي جرګې ځینو غړو نن د جرګې د مرستیال پر هغو څرګندونو نيوکې وکړې، چې څو ورځې وړاندې يې د ملي امنیت شورا په اړه کړې وې. لومړي مرستیال د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د داعش په ملاتړ تورن کړی و. خو ظاهر قدیر وايي، که يې تورونه ثابت نه کړل، استعفا به ورکړي.
ظاهر قدیر چې څو میاشتې وړاندې ننګرهار ته د داعش ډلې پر ضد جګړې لپاره تللی و، یوه اوونۍ وړاندې کابل ته ستون شو او د ملي شورا په یوه ناسته کې یې ادعا وکړه، چې د داعش مشران په کابل کې اوسېږي او د ملي امنیت شورا ملاتړ ورسره دی.
ظاهر قدیر همدا راز وویل چې د حکومت لخوا هغه ادعا چې ګواکې ملي پولیسو او ملي اردو سلګونه داعشیان وژلي ناسمه ده، ځکه دغه کسان د «نورو» لخوا وژل شوي دي. ظاهر قدیر دا څرګنده نه کړه چې داعشیان چا وژلي؛ خو په ننګرهار کې وسلهوال طالبان هم د داعش شتون د ځان لپاره ګواښ بولي او پر وړاندې یې جګړه کوي.
د ملي امنیت شورا او کورنیو چارو وزارت د ظاهر قدیر څرګندونې رد کړې او ولسمشر غني د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه. قدیر او د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دغه پلاوي مخالفت وکړ او غوښتنه یې وکړه چې پلاوی دې د دولت د درې ګونو قوو له استازو جوړ وي.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ځینو غړو بیا د ظاهر قدیر پر څرګندونو توندې نېوکې وکړې او د دې موضوع د څېړلو غوښتنه يې وکړه.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې، شینکۍ کړوخېل وویل: «که حکومت سقوط کوي، د ملي امنیت شورا له لاسه به يې کوي، ټوله نړۍ د داعش پر ضد مبارزې ته راټوله شوې او د افغانستان دولت یې مرسته کوي، که د افغانستان دولت د نړۍ پر وړاندې بې اعتماده شي، نړیوالې مرستې به بندې شي».
هغې د ولسي جرګې لومړي مرستیال څرګندونو ته په اشارې وویل: «د ولسي جرګې رییس باید دا موضوع په یوه ناسته کې حل کړي، که نه؛ د افغانستان دښمنان به د ولسي جرګې مرستیال څرګندونو څخه د افغانستان پر ضد استفاده وکړي».
دا په داسې حال کې ده، چې قدیر وايي، د خپلو څرګندونو د ثبوت لپاره اسناد لري.
ښاغلي قدیر د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته په خبرو کې وویل: «یو شمېر کسان دې د خپلو شخصي امتیازاتو په خاطر د ځينو ډلو له دفاع څخه تېر شي. تاسې د خلکو استازي يئ او باید له مشخصو ادرسونو څخه دفاع ونه کړئ، ما بېځایه ادعاوې نه دي کړې… هغه ادعاوې چې مې کړي په اسنادو یې ثابتوم».
قدیر زیاته کړه: «چا له ما دفاع وکړه؟ د قران په پار اسناد لرم، که شواهد راوړم څوک د دې ضمانت راکوي چې له منځه به نه ځي؛ هر څه په لاس کې لرم».
نوموړي وویل چې هر څه یې په زغرده ویلي او که یو سستم موجود وي، دی تیار دی چې ټول اسناد یې پر وړاندې کیږدي. قدیر وویل: «که مې [تورونه] ثابت نه کړل استعفا ورکوم».
د ظاهر قدیر د وروستیو څرګندونو په اړه د ملي امنیت شورا تر دې عملي اقدام نه دی کړی.