يوه افغان سرتېري تېر ماسپښين کابل ښار کې د ناټو ځواکونو مرکز ته څېرمه پر امريکايي پوځيانو بريد کړی، چې په ترڅ کې يې يو امريکايي پوځي او يو ملکي امريکايي وژل شوي او يو پوځي او دوه ملکي امريکايان ټپيان شوي دي.
کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پېښې پخلی کړی او د يوې خبرپاڼې په خپرولو يې ياده مرگ ژوبله تاييد کړې ده.
خبرپاڼې څرگنده کړې ده، چې په مقابلو ډزو کې دوه تنه بريد کوونکي وژل شوي دي، خو دا يې نه ده څرگنده کړې، چې بريد کوونکي څوک وو.
خو کابل کې يوې باوري امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې بريد کوونکی يو تن و او د افغانستان د ملي اردو سرتېری و.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري د پېښې د پخلي تر څنگ ويلي، چې يو تن چې د ملي اردو يونيفورم يې پر تن و، پر بهرنيانو يې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی او پينځه تنه نور ټپيان دي.
د امريکايي ځواکونو خبرپاڼې ويلي، چې د دې ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن د پېښې له کبله سخت خواشينی شوی دی او د پېښې له قربانيانو سره يې خپله خواخوږي څرگنده کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې دا ډول پېښه يو ځل بيا له ډېرو کلونو وروسته رامنځته کېږي. پخوا هم لسگونه داسې پېښې رامنځته شوې وې، چې له امله يې د بهرنيو او افغان ځواکونو تر منځ ستره بې باوري رامنځته شوې وه.