وروسته له هغه چې د کندوز امنيتي چارواکو او افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د ښار د بېرته نيولو وويل، د دې ولايت د شورا غړي وايي، چې طالبان لا هم ښار کې دي او کوڅه په کوڅه امنيتي ځواکونو سره په جگړه بوخت دي.
د ولايتي شورا غړی امر الدين ولي خبر ورکوي، چې له تېرې شپې راهيسې جگړې خورا زور اخيستی او امنيتي ځواکونه هڅه کوي، ښار له طالبانو پاک کړي.
نوموړی وايي، چې د ملي امنيت ودانۍ او ځينې نورې مهمې دولتي ودانۍ لا هم د طالبانو ولکه کې دي. د ده په وينا د ښار دکانونه تړلي او د خلکو تگ راتگ نه شته.
د ولايتي شورا يوه بل غړی غلام رباني رباني هم ښار کې تر دې دمه د جگړې پخلی کوي او زياتوي، چې مرستندويه ځواکونه ولايت ته ور رسېدلي دي.
نوموړی وايي، طالبان ښار کې دي، امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت رياست، نشهيي توکو سره د مبارزې ودانۍ، بالاحصار او د کندوز هوايي ډگر دولت سره دي، پاتې ټول ښار د طالبانو لاس کې دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې دوی لا هم ښار کې جگړه پر مخ وړي او «دښمن» د تېښتې په حال کې دی.
طالبانو پرون پر کندوز ښار له څلورو لوريو هممهالي بريدونه پيل کړل او له څو ساعته جگړې وروسته يې ښار په بشپړ ډول ونيوه. هغوی يو کال وړاندې هم دغه ښار د لنډ وخت لپاره نيولی و، خو وروسته بېرته ترې ووتل.