زاخېلوال: کابل طالبانو سره د سولې له خبرو نهيلی شوی
اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې د افغانستان حکومت طالبانو سره د سولې له خبرو نهيلی شوی او له جگړې پرته ورته بله لاره نه ده پاتې.
ټاکل شوې ده، چې سبا چهارشنبه به اسلام اباد کې د سولې څلور اړخيزه ناسته کيږي، مگر د افغان پلاوي د گډون په اړه ضد او نقيض څرگندونې کيږي.
د بهرنيو چارو وزارت سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وايي، چې افغان پلاوی به په دغه ناسته کې گډون وکړي، مگر حکومت په څرگنده تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کابل وروسته له هغې د څلور اړخيزو ناستو له پايلو نهيلی شو، چې طالبانو په دې ناسته له گډون انکار وکړ او د عمري په نوم پسرلني عمليات يې اعلان کړل.
تېره مياشت ولسمشر غني د ملي شورا گډې ناستې ته په خپلې وينا کې وويل، چې نور له پاکستانه د سولې تمه او غوښتنه نه لري او له پاکستان څخه يې غوښتنه وکړه، چې د خپلې ژمنې سره سم دې د طالبانو پر ضد گامونه پورته کړي.
د ولسمشر د څرگندونو پر خلاف حضرت عمر زاخېلوال وړمه ورځ هم وويل، چې دی پر دې يقين دی، چې پاکستان کولای شي، طالبان د سولې خبرو ته تيار کړي او ټينگار يې وکړ، چې د افغانستان او پاکستان امنيت او ثبات له يو بل سره تړلي دي.
افغان سفير څو ورځې وړاندې د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف سره د تورخم پولې د تړل کېدو په اړه خبرې وکړې، چې له يادې ليدنې وروسته جنرال راحيل شريف د تورخم دروازې د پرانستو امر وکړ.
راپورونه وايي، چې په دغه ناسته کې د تورخم کړکېچ سربېره د سولې په اړه هم خبرې شوي او دواړو لوريو ټينگار کړی، چې افغانستان او پاکستان بايد د بې باورۍ فضا له منځه يوسي او په پوره اخلاص او صداقت يو بل سره مرسته او همکاري وکړي.