افغانستانخبرونهسلايډ

تورخم دروازه له څو ورځو نښتو وروسته خلاصېږي

له پنځو ورځو بندښت او درېوو ورځو نښتو وروسته د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د کامیابو خبرو اترو په پایله کې تورخم دروازه نن (شنبه) د عامه ترافیکو پروړاندې خلاصېږي.

له هغې راهیسې چې پر تورخم دروازه د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ نښتې پیل شوې، زرګونه مساپر د لیکې دواړو غاړو ته پاتې شول.

د پاکستاني د سرحدي چارواکي، غنچه ګل په قول، تېره شپه د دواړو غاړو د مسوولینو ترمنځ خبرې اترې بریالۍ شوې او د تورخم د پرانیستو پرېکړه وشوه.

ښايي تورخم دروازه نن په ځايي وخت د سهار اته بجې خلاصه شي.

په تورخم کې د دواړو غاړو پوله ساتونکو ترمنځ نښتو کې د یوه پاکستاني مېجر په ګډون دواړو غاړو ته تلفات واوښتل.

له سیمې څخه د بي بي سي اردو له راپور سره سم، پاکستاني چارواکو ویلي چې د تېرې شپې په خبرو کې په پاکستاني اړخ کې پر جوړېدونکې دروازې بحث نه دی شوی. د دغه چارواکي په خوله، پر دروازې به کار روان وي.

په تورخم پوله کې پاکستان غوښتل چې په خپل اړخ کې صفري نقطې ته څېرمه دروازه ورغوي چې د افغان لوري له مخالفت سره مخ شو او د نښتو لامل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button