ولسمشر غني په پاریس کې د اقلیم د بدلون کانفرانس په څنډو کې د انګلستان او پاکستان لومړيو وزیرانو سره دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې لرلې. غني له هغې وروسته د پاکستان له لومړي وزیر سره له لیدو نټه کړې وه، چې د طالبانو د مشر د مرګ خبر له خپرېدو سره او په افغانستان کې د طالبانو له جګړه ییزو پرمختګونو وروسته له دغې ډلې سره د سولې بهیر په ټپه ودرېد.
ولسمشر تېره اوونۍ کابل ته د پاکستاني پښتنو سیاستوالو له سفر وروسته چمتو شو چې د پاریس په ناسته کې له نوازشریف سره خبرې وکړي. ویل کېږي، شریف د عوامي نېشنل ګوند مشر، اسفندیار ولي خان ته ویلي و چې له غني وغواړي لیدو کتو ته چمتو شي.
غني ویلي، طالبان افغانستان او پاکستان دواړو ته ګواښ دي. ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان له افغانستان سره په یوه «نااعلان شوې» جګړه کې ښکېل دی او د دې معضلې د اواري په باب یې له شریف سره خبرې وکړې. له ارګ څخه د خپاره شوي راپور پر بنسټ، نوازشریف ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر کې به مرسته کوي. غني ویلي: «اوس د عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی».
پاکستان له څه مودې راهیسې ټینګار کوي، چې د دوی په نوښت دې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې بهیر کې ګډون وکړي. تېره اوونۍ د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر ویلي و، د سولې پر داسې یوه میکانیزم کار کوي چې پر «بل هېواد» تکیه ونه لري.
په کابل کې د شاه شهید له خونړۍ پېښې وروسته افغان ولسمشر وویل، له پاکستانه نور د سولې تمه نه لري.