افغانستانسلايډ

طالبان: د سولې د څلورمې ناستې له جزياتو خبر نه يو

قطر کې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردگ څرگنده کړې ده، چې د سولې بهير د څلورمې ناستې له جزياتو خبر نه دي او نه هم دې غونډه کې د دوی د استازو د گډون په اړه اړيکه ورسره نيول شوې ده.

ازادۍ راډيو د ډاکټر نعيم له خولې ويلي، غونډه کې شوې پرېکړې له دوی سره نه دي شريکې شوي.

د سولې څلور اړخيزې کمېټې له پرونۍ ناستې وروسته اعلان شوه، چې د مارچ مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د ملي يووالي حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ اسلام اباد کې نېغ په نېغه خبرې پيل شي، خو طالبان وايي، په دې اړه دوی ته څه نه دي ويل شوي.

طالبانو پخوا دا هم څرگنده کړې وه، چې دغه ډول خبرو کې به يوازې د قطر دفتر له لارې گډون وکړي.

ډاکټر نعيم وردگ ويلي: «په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت خبر نه دی، موږ ته د دې ناستو په اړه معلومات نه شته چې څه کوي». هغه زياته کړې ده: «هر هغه څه چې د اشغال د ختمېدو او د يوه اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره کېږي، اسلامي امارت يې ستاينه کوي، په دې اړه که هر څوک موږ سره اړيکه نيسي، هرکلی يې کوو. د پوځي لارو تر څنگ که څوک له سياسو لارو د دې ستونزې هواری غواړي، موږ چمتو يو».

قطر کې د طالبانو د دفتر د وياند په وينا، د سولې خبرو کې گډون لپاره پر ټولو هغو شرايطو ټينگار کوو، چې د پگواش غونډه کې مطرح شوي دي.

طالبانو د سولې خبرو ته ناستې لپاره يو شرط له افغانستان%7 په بشپړ ډول د بهرنيانو وتل ايښی دی. خو امريکايي او ناټو مشران وايي، د څو کلونو لپاره به افغانستان کې پاتې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button