د افغانستان د ولسي جرگې اداري پلاوي څرگنده کړې، چې د جرگې د غړو غيرحاضرۍ گڼې ستونزې راولاړې کړې دي. د جرگې اداري پلاوی وايي، د غړو د غيرحاضرۍ له امله گڼ وختونه جرگه له نصابه ولوېږي، چې له امله يې ځينې قوانين او تقنيني اسناد پر وخت له تصويبه پاتې کېږي.
د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې دا نيوکه په داسې حال کې وشوه، چې د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې د چارو د تنظيم د قانون طرحه جرگې ته د تصويب لپاره وړاندې شوې وه، خو د وکيلانو د غيرحاضرۍ له امله د جرگې نصاب پوره نه شو او طرحه له تصويبه پاتې شوه.
د ولسي جرگې رييس عبد الرووف ابراهيمي په دې اړه وويل، غير حاضر غړي دې له دې وروسته له غيرحاضرۍ جدي ډډه وکړي، که نه د جرگې د کورنيو دندو له اصولو سره سم به وپوښتل شي. نوموړي زياته کړه، د جرگې کمېسيونونه مکلف دي چې د خپلو غير حاضرو غړو نوملړ اداري پلاوي ته ورکړي. د هغه په وينا: «دا ډېره بده ده، چې د هيواد په دې ډول شرايطو کې وکيلان غيرحاضر وي».
بل لور ته د جرگې ځينو غړو د اداري پلاوي پر غړو نيوکه وکړه، چې خپله دوی هم پرلهپسې غيرحاضري کوي.
د پارلمان يوه وکيل الله گل مجاهد وويل: «تاسو خپله قضاوت وکړئ، ستاسو ډېر وخت په بهرنيو سفرونو کې تېرېږي، لومړی دې اداري پلاوی ځان اصلاح کړي، بيا به وکيلان ځانونه اصلاح کړي». ښاغلي مجاهد زياته کړه: «داسې وکيلان شته چې هره ورځ حاضرېږي، خو داسې هم شته، چې کال کې يوه ورځ نه راځي او هيڅوک يې پوښتنه نه کوي».
د يادونې ده، چې د جرگې پر غړو د لومړي ځل لپاره دا ډول نيوکه نه کېږي، بلکې په تېرو دورو کې هم د وکيلانو پرلهپسې غيرحاضرۍ او په دندو کې بې غورۍ ته گوته نيول شوې ده، چې له امله يې ډېر کارونه ځنډېدلي دي.