طالبانو پيغام ورساوه!/ اکرام الدين واصل
د حمل مياشتې اخرنۍ ورځ کابل ښار داسې خونړۍ جګړې ولړزاوه چې تر نورو هغو يو څه درنه او يو څه ډېره زيانمنوونکې وه. دا ډول جګړې که په هر څه دلالت کوي، کوي به يې، مګر تر ټولو ښکاره پيغام يې د طالبانو دعمري عملياتو د پيل اعلان و. تېرې څو مياشتې د سولې په اړه يو څه ګرماګرمي وه چې اخر يې هم د جګړې د دوام پيغام واوراوه.
هره پروسه خپله لار او لومړيتوبونه لري. که د سولې پروسه په خپله لار لاړه نه شي او لومړيتوبونه يې مراعات نه شي، ورځ تر بلې به جګړه خونړۍ شي. يوه خبره چې ډېره واضحه ده او هيڅوک ترې سترګې نه شي پټولی، دا ده چې طالبان خبره کوي او عملي کوي يې. طالبان چې څه وايي پرې پوهيږي، د وينا او عمل تر منځ يې اختلاف نه شته. په زغرده وايي چې نه تسليمېږم، که سوله کوئ ځای مې معلوم دی او مخکې له دې چې خبرې پيل شي، د دوی په اصطلاح “اشغالګر” دې ووځي، بنديان دې خوشې شي او اساسي قانون دې لغو اعلان شي.
بالمقابل حکومت هېڅ داسې اجنډا نه لري چې طالب ته پرې ورمخامخ شي. خبرې کوي خو پاکستان سره، که څوک ورځي لومړی دې وسله وغورځوي. دلته يوې خبرې ته فکر په کار دی چې تر طالبانو موږ سولې ته ډېره اړتيا لرو نو يو څه مجبوريتونه به وړو. طالب خو جګړه وي او که سوله خپل منطق لري په همغه ځان قانع کوي. دا چې هېواد زموږ د کنترول لاندې دی او کوښښ کوو چې لا يې کنترول او اداره کړو، هوښيارتيا به دا وي چې مخالفتونه راکم کړو.
که موږ د مخالفتونو د کمولو پر ځای د حساسيتونو د پارولو کار کوو، لازمه ده چې جګړه به ورځ تر بلې سختيږي او دا ملت به ورځ تر بلې ډېر کړيږي. سوال دا دی چې حکومت ولې د سولې لپاره قابل عمل لايحه نه لري؟ کېدای شي هر څوک يې په خپل منطق ځواب کړي مګر ما چې څومره فکر کړی دا دی چې حکومت سولې ته دومره لېوال نه دی، څومره چې د ذاتي منصبونو او حيثيتونو پام ورسره دی. بله دا ده چې حکومت په سر ډېرې ستونزې لري. مثلا د سولې په رابطه د شمال ټلوالې خبره ډېره مهمه ده. طالبي موقف ته په کتو ويلی شو چې يا به ټلواله حاکمه وي طالب به نه وي يا به ټلواله نه وي طالب به روغې جوړې ته رسيږي. تر هغې چې ټلواله سولې ته متعهده نه وي، سوله څه چې مقدماتي خبرو ته چاپېريال هم نه شي برابرېدای.
دوهمه عمده ستونزه دا ده چې حکومت په هر کار کې دوه نظره لري، ځکه دوه مشران دي نو د توافق او مخالفت دواړو صورتونو بيا هم د دوی نظر له امريکا تصويبول غواړي چې دا په خپله يو ستونزه ده.
د روانې جګړې په رابطه امريکا خپله خبره لري او هيڅ شريک نه مني. ما د تېرې پروسې په رابطه دا خبره په تکرار وکړه چې تر ټولو مخکې ستونزه دا ده، چې ډېر ستراټيژيک مخالفين سره د يوې قضيې استازيتوب کوي. تر هغې چې دا خلک په يوه خوله نه شي او په يوه ستراتيژۍ موافق نه شي، هيڅ نتيجه به ورنه کړي.
اخر هم همدا وشول چې طالب لوری دوی ان په دې هم قانع نه کړای شو چې اقلا يو وار ورسره کيني. کله زور وغږوه، کله چل وکړه، کله د منزوي کولو کوښښ وکړه؛ دا ټول هغه مواقف ول چې د طالب حساسيتونه يې يو په بل پسې وپارول او پای دا شو چې د افغانستان زړه خونړۍ جګړې ولړزاوه.