خبرونهسلايډ

پکتیا: سلگونه ماشومان پاکستاني ښوونځیو کې زده‌کړه کوي

د پکتیا ځايي اوسېدونکي وايي چې د برمل د سیمې سلگونه تنه ماشومان د پولي هاخوا پاکستاني ښوونځیو کې د زده کړې لپاره داخله اخلي او خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې د پاکستان د معارف نصاب مطابق تر سره کوي.

د برمل مشران وايي چې د دوي د سیمې څخه ۷۰۰ تنه ماشومان د پولي هاخوا پاکستاني ښوونځیو کې ځکه زده‌کړه کوي چې د افغانستان حکومت د برمل په سیمه کې کوم ښوونځۍ نه لري او ځايي خلک مجبور دي چې د پولې هاخوا داخله واخلي.

د برمل د سیمې مشرانو له افغان حکومت څخه څو وارې غوښتنه کړې چې د دوي په سیمه کې ښوونځي جوړ کړي خو افغان حکومت تر دې دمه له ژمنو پرته نور څه نه دي کړي. د ماشومانو پلارونه وايي چې د دوي زامن هر وخت پاکستاني ملي سرود تکراروي او دوي نه غواړي چې ماشومان یې د پاکستان د معارف مطابق زده‌کړې وکړي.

د پاکستان د معارف مسوولینو هم له افغان ماشومانو سره ژمنه کړې چې له دوي سره به هر ډول مرسته کوي. د دوي د زده‌کړې ژبه پښتو ده تر څو په اسانۍ سره وکولی شي چې زده‌کړه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button