افغانستانسلايډ

ولسمشر غني: ژر ده ووايو، د سولې خبرو گټه ور نه کړه

د سولې څلور اړخيزې کمېټې له خپلې وروستۍ ناستې وروسته وويل، د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د ملي يووالي حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ نېغ په نېغه خبرې پيل شي. خو دغه خبرې تر ننه پيل نه شوې او د شنونکو په اند نورې به هم وځنډېږي.

د ملي يووالي حکومت ولسمشر نن د ناټو له عمومي منشي سره په گډ خبري کانفرانس کې وويل: «ژر ده، چې ووايو، د سولې خبرو گټه ور نه کړه». نوموړي زياته کړه، سوله د خلکو غوښتنه ده، خو اساسي خبره د سولې دوام دی او سوله ستراتيژيکه حوصله غواړي.

ښاغلي غني وويل: «د ولسمشر په توگه مې لومړۍ دنده د اساسي قانون عملي کول دی، بله دنده مې د افغانستان د وسله والو ځواکونو سرمشري ده، بايد بدو حالاتو ته تيار اوسو او غوره حالاتو ته پلان جوړ کړو، اوس له وخته مخکې ده، چې ووايو، سولې نتيجه نه ده ورکړې».

ولسمشر غني دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې ويل کېږي، پاکستان پر طالبانو له فشار راوړو سره هغوی حکومت سره خبرو کولو ته تيار نه کړای شول. يوې پاکستانۍ ورځپاڼې نن ليکلي و، چې طالبانو په دې اړه د پاکستان غوښتنې رد کړې دي. رويټرز خبري اژانس هم ليکلي، چې طالبان د سولې پر ځای راتلونکو پسرلنيو عملياتو ته تياری نيسي. طالبانو د ملي يووالي حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته خپل شرطونه ايښي دی، چې يوه برخه يې حکومت او امريکايي چارواکو ته د منلو نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button