افغانستانسلايډ

حکومتي پلاوی: د حکومت «ناسم مدیریت» د کندوز د سقوط تر ټولو مهم لامل و

د حکومت مشرانو د تلې په ۲۰ مه د ښوونې د پخواني وزیر، فاروق وردګ او ملي امنیت پخواني مشر، امرالله صالح په مشرۍ یو پنځه کسیز پلاوي د دې لپاره وګوماره چې د کندوز د ښار د سقوط لاملونه په هر اړخیز ډول وڅېړي او یاد شوی راپور د لړم تر اتمې حکومت ته وسپاري. راپور د لړم تر اتمې حکومت ته واړندې نه شو. ویل کېدل چې د کمیسون غړي له حکومت څخه د ځینو امتیازاتو د غوښتنې له کبله راپور ځنډولی.

خو پرون (د لړم په دېرشمه نېټه) راپور حکومت ته واړندی شو. یاد راپور ۲۰۰ مخه دی چې ګڼو لاملونو ته په کې اشاره شوې. صالح پرون په یوې خبري غونډه کې د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې د ښار د سقوط تر ټولو مهم لامل د حکومت ناسم مدیریت و. دوهم ستر لامل یې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې کمزوري وه. همداراز صالح زیاته کړه چې د ياد ولايت د سقوط بل ستر لامل د امنیتي ځواکونو غیره منظمه رهبري ده. د کړکېچ په حالت کې له امنيتي ځواکونو څخه د قومندې کس ورکېږي.

نور لاملونه

د يادو لاملونو تر څنګ امر الله صالح دا هم وويلې چې طالبان د یوه منظم پلان په لرلو سره په کندوز ښار برید وکړ. ملی اردو د اوږدې مودې لپاره له طالبانو سره جګړه کړې، ملي اردو یې ستومانه کړې وه، د جګړې حوصله یې نه لرله. له دې سره ښار له څلورو خواوو محاصره و، صالح دا هم زیاته کړه چې د جګړی په موده کې د ملي اردو ځواکونه د مهماتو له کمي یا نشت سره نه دي مخ شوي.

کمیسيون دا هم زیاته کړه چې له جګړې وړاندې د ملي اردو څه سرتېري له کندوز څخه بهر اېستل شوي وو چې د یادې موضوع د سپیناوي لپاره یو افسر په بند کې پروت دی او نظامي محکمې ته به وړاندې شي. دغه راپور پر ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیت شورا هم نیوکې کړي دي چې ارګ او د امنیت شورا د ځينو تشو له امله کندوز ښار په یو مبهم حالت کې د طالبانو په ولکه کې پریوت. امرالله صالح د «خاکستري» شبکې یادونه هم وکړه چې دغې ډلګۍ د حکومت د کمزورۍ لامل شوې ده، هغه ځکه دغه ډله خاکستري ونوموله چې دوی نه له دولت او نه له طالبانو سره دي. مګر دوی سره په کابل کې چارواکي لاس لري او په کندوز کې يې د حکومت تر څنګ یو موازي حکومت جوړ کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button