د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس عبد الله عبد الله خبر ورکړی، چې د پوهنتونونو ښځينه محصلينې د خپلو استاذانو له لوري له جنسي ځورونې سره مخ دي. نوموړي دا څرگندونې نن د هېواد د څارنوالانو په غونډه کې وکړې. دغه غونډه د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالو او اداري فساد په اړه جوړه شوې وه، چې نن يې څلورمه او وروستۍ ورځ وه.
ډاکټر عبد الله په دې غونډه کې وويل: «کله چې کومه محصله پوهنتون کې له جنسي ځور سره مخ شي، کورنۍ ته يې ويل کېږي، چې که دومره د خپل اولاد په اړه په تشويش کې ياست، پوهنتون ته به مو نه رااستوه.
هغه په اکاډميکو چاپېريالونو او ملکي ادارو کې د جنسي ځور په اړه وويل: «بدبختانه دغه کار نن سبا د پوهنتون د استاذانو له لوري ترسره کېږي». د هېواد د بېلا بېلو پوهنتونونو محصلين وايي، په خپله د دا ډول پېښو شاهدان دي، چې استاذان د نمرو، کاميابۍ او يا هم بل څه په بدل کې ښځينه محصلينې په جنسي ډول ځوروي او ان کله يې بدکارۍ ته اړباسي.
د اجرایه رييس په وينا مېرمنې نن افغانستان کې له گڼو ستونزو سره مخ دي. خو د هغه په وينا د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي کې بدلون راغلی: «دا چې خلک پوهېږي، چې زور زياتی روا نه دی او خلک زړه کوي، چې د زور زياتي پر مهال قضايي ارگانونو ته مراجه وکړي او خپل غږ پورته کړي، دا يو ستر بدلون دی».
هغه خپلو خبرو کې وويل: «جنسي ځور له پخوا څخه و او لا هم روان دی». هغه همدا راز زياته کړه، چې د ښځو په وړاندې تاو تريخوالی له پخه څخه و او اوس هم شته دی.
افغانستان کې د بشري حقوقو کميسيون د تېرې لمريزې مياشتې پر څلورمه نېټه اعلان کړه، چې په تېرو شپږو مياشتو کې هېواد کې د ښځو او کوچنيانو پر ضد د تاوتريخوالي له اوو سوو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.