طبي کارپوهان وايي، چې ډېر انټي بايوټېک «ميکروب ضد درمل» خوړل د شکرې ناروغي پيدا کوي.
د اروپا انډوکرينالوژي طبي ژورنال په دې اړه د برتانيې د هغو لکونو ناروغانو په اړه د ډاکټرانو د تجربو خبرې ليکلي، چې ډېر انټي بايوټيک يې خوړلي او له امله يې په شکرې اخته شوي دي.
د طبي ژورنال په وينا دا حتمي نه ده، چې په دې ټولو ناروغانو کې دې د شکرې ناروغي د انټي بايوټک له امله پيدا شوي وي، بلکې مېکروب او نور شيان هم د دې لامل کېدای شي.
د انډو کرونالوژي له قوله په دې اړه د نورې څېړنې اړتيا ده.
په دغه څېړنه کې ښوول شوي، چې د شکرې ۲۰۸۰۰۰ ناروغانو له تشخيص ورورسته ډاکټرانو دا پوښتنې کړي، چې لږ تر لږه له شکرې يو کال وړاندې يې څومره انټي بايوټيک خوړلي او دا شمېر له ۸۱۶۰۰۰ هغو ناروغانو سره پرتله کړی، چې انټي بايوټيک يې نه دي خوړلي.
په دغه څېړنه کې ويل شوي، چې د شکرې ډېری ناروغانو له شکرې وړاندې ډېر انټي بايوټيک خوړلي دي.
د انسان په غايطه موادو کې لږ تر لږه پنځوس سلنه هغه مېکروب وي، چې د ده کولمو ووځي.
د پنسلوانيا طبي څېړنو اداره وايي، چې د انټي بايوټيک د ډېرو خوړو له امله کولمو کې چې کوم بدلون راځي، دا د شکرې لامل گرځي.
د پنسلوانيا پوهنتون د طبي څېړنو مشر داکټر بيني بورس وايي، چې نړۍ کې د بې اړتيا انټي بايوټيک کارول له پخوا يوه لويه ستونزه ده، چې ډېری خلک يې په ډول ډول ناروغيو اخته کړي او ورسره د جراثيمو دفاعي قوت نور هم زياتيږي.
د ځينو طبي کارپوهانو په وينا په مرۍ، سينه او نور بدن کې د مېکروب بيا بيا پيدا کېدل د دې نښه ده، چې ناروغ په شکرې اخته کېدونکی دی او د عامو ناروغانو په پرتله انټي بايوټيک خوړونکي ډېر د پستوکي او ژر ژر تشو متيازو ته تلو په ناروغۍ اخته کيږي.