روغتيا

څېړنه: د ورځې تر لسو ساعتونو ډېره ناسته د خطرناکو ناروغيو لامل کېږي

امريکايي پوهانو اعلان کړی چې انسان کولای شي تر لسو ساعتونو پورې په ناسته وخت تېر کړي، خو دوی وايي چې که د ناستې موده تر لسو ساعتونو زياته شوه، بيا انسان له خطرناکو ناروغيو سره مخ کېږي.

آر ټي خبري چينل راپور ورکوي چې دغه څېړنه د ټکساس پوهنتون او مينيسوتا پوهنتون د طب پوهنځي استادانو په ګډه ترسره کړې ده. دغه پراخه څېړنه ده او په کې تاکيد شوی چې د ورځې تر لسو ساعتونو ډېر کار زړه ته تاوان لري.

په ياده تجربه کې ۷۲۰ زره کسانو برخه اخيستې ده او د برخه والو عمرونه هم تر اتلسو کلونو ډېر دي. دغه برخه وال يوولس کاله تر طبي معايناتو لاندې وو. په ياده موده کې ۲۶ زره کسان له قلبي ستونزو سره مخ شول.

څېړنې ښکاره کړې ده چې هغه کسان چې ورځنی تر لسو ساعتونو ډېر کار کوي، د نورو په نسبت اته فيصده د قلبي ناروغيو ډېر ښکار کېږي. مګر هغه کسان چې ژوند يې فعال وي، د هغوی د قلبي ناروغيو امکانات تر دوی لږ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button