د ننگرهار ولایتي چارواکي وايي تېره ورځ بېپیلوټه الوتکو په اچین ولسوالۍ کې د داعش د ډلې څو پټنځایونه په نښه کړي چې له امله يې د داعش ۱۷ تنه وژل شوي دي. چارواکو رسنیو ته زیاته کړه چې د برید له امله ۲ تنه ملکیانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.
په لومړیو کې رسنیو راپور ورکړ چې داعش غوښتل د ۷ تنو طالبانو سرونه پرې کړي. چې ورسره بېپیلوټه الوتکو بمباري پیل کړه او په سیمه کې د دې ډلې راټول شوي غړي یې له منځه یوړل.
د ننگرهار په اچین او بټيکوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې جنگیالي ډېر فعال دي او په دې سیمه کې له طالبانو سره وخت ناوخت نښتې کېږي.
د چهارشنبې په ورځ د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوگیاڼي رسنیو ته د داعش او طالبانو ترمنځ په اچین او بټيکوټ ولسوالۍ کې د جگړې راپور ورکړ. خوگیاڼي زیاته کړه چې په دې جگړه ۳۰ تنو ته مرگ ژوبله اوښتي ده.