افغانستانسلايډ

ولسي جرگه: د امنيتي ځواکونو شاتگ د اندېښنې وړ دی

وروسته له له هغه چې امنيتي ځواکونو د هيواد په يو شمېر نا امنو ولايتونو کې ځينې سيمې پرېښودې، د ولسي جرگې دفاعي کميسيون دغه کار د اندېښنې وړ بللی دی او زياته کړې يې ده، چې وسله والو دې سره ډېر نفوذ پيدا کړی او خپل فعاليتونه يې منظم کړي دي.

د ولسي جرگې د دفاعي کميسيون يوه غړي علي اکبر قاسمي نن ازادۍ راديو سره مرکه کې ويلي، دغه سيمې د امنيتي ځواکونو د قربانيو په پايله کې نيول شوې وې او نه بايد له لاسه ورکړل شوې وای. نوموړي زياته کړې ده: «دا شاتگ به يې هغه مهال کړی وای، چې لږ تر لږه د خلکو بچي نه وو وژل شوي، زه اندېښنه لرم، چې دې سره به کرار کرار سيمې او منطقې يو واري دښمن ته ورپرېږدي».

امنيتي ځواکونو تېره اوونۍ د هلمند د نوزاد او موسی کلا ولسواليو په گډون گڼې سيمې خوشې کړې او د طالبانو ولکې ته يې پرېښودې. سره له دې چې دفاع وزارت دغه کار تکتيکي شاتگ نومولی دی، خو د هلمند چارواکو وويل، امنيتي ځواکونه يې له نوزاد او موسی کلا ولسواليو وويستل څو د کابل-هرات لويې لارې امنيت خوندي کړي.

د دفاع وزارت چارواکي وايي، سيمې او پوستې يې په تکتيکي ډول خالي کړې دي، څو د پسرلي موسم کې د وسله والو د ځپلو په موخه عملياتو ته تياری ونيسي.

امنيتي ځواکونه په داسې حال کې په ځينو سيمو کې په شا تگ کوي، چې د وسله والو طالبانو بريدونو د پخوا په پرتله زور اخيستي. همدا اوس هلمند، کندز، فارياب، بغلان او ځينو نورو ولايتونو کې سختې جگړې روانې دي.

شنونکي وايي، د امنيتي ځواکونو له شاتگ سره د هغوی د وړتیا په اړه پوښتنې لا پسې ډېرې شوې دي، چې ايا هغوی په يوازې ځان د هيواد امنيت ساتلی شي؟

بل پلو د هلمند، کندز، بغلان او نورو ولايتونو جگړو کې د گډون لپاره د امريکايي او ناټو پوځيانو تگ هم تاييد شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button