خبرونهسيمه او نړۍ

د سوریې حکومت م.م. ته اجازه ورکوي چې لوږې ځپلو سیمو ته بشري مرستې ورسوي

د سوریې حکومت اجازه ورکړې چې له جولای راهیسې د مخالفینو په واک کې د مضایا ښارگوټي ته د ملگرو ملتونو مرستې ورسېږي. مضایا ښارگوټی د سوریې شمال ختیځ ته له لبنان سره پر پوله پروت دی چې استوگني يې د حکومت د کلابندۍ له امله د خواړو له نشت سره مخ دي. د خوړو نشتون له یوې خوا او له بلې خوا د سړو څپو د بشري ناورین وېره رامنځ ته کړې.

ملگرو ملتونو ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د مضایا ښارگوټي ته بشري مرستې ورسوي.

د مضایا یوه اوسېدونکي الجزیره شبکې ته د ټیلفون پر لیکه وايي چې څلور ورځې کېږي خواړه نه دي وررسېدلي. د ابو عبدالرحمان کورنۍ چې لوږې کمزورې کړې ده، هڅه کوي چې خپل خوځښت رامحدود کړي چې انرژي یې خوندي وساتل شي.

دغه اوسېدونکی وايي: «په ښارگوټي کې نورې ژوندۍ پېشوگانې او سپي نه شته. ان د ونو پاڼې چې موږ یې خورو په خلاصېدو دي».

د بشري حقونو اداره وېره څرگندوي که خواړه پر وخت ونه رسېږي، بشري ناورین به رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button