خبرونهسلايډ

تر درېوو ورځو ولسمشر ځانګړې غونډه رابولي

ولسمشر اشرف غني تر درېوو ورځو د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ملي شورا د دواړو خونو په ګډون د لوړې کچې مشورتې ناسته رابولي.

د ولسي جرګې منشي وايي چې ولسمشر په دغه ناسته کې د اوسني امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر کړنلارې او همداراز د سولې بهیر په تړاو د دواړو خونو له استازو سره سلا مشورې کوي.

له هغې وروسته چې طالبانو تېره اوونۍ پسرلني عملیات اعلان کړل او تېره سې شنبه یې په پلازمېنه کې یو مهم لوړ امنیتي هدف په نښه کړ او د څلور اړخیزو ناستو د سولې هڅې هم کومې پایلې ته ونه رسېدې، ولسمشر د جګړې پر کړنلارې او د هېواد پر سترو مسئلو د بحث لپاره مشورتې ناستې سره بحث او غور کوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، دوا خان مینه‌پال وايي: «له دغې ناستې د ولسمشر موخه دا ده چې امنیتي مسئلې او د هېواد نورې مسئلې د ولس له استازو سره شریکې کړي او بیا یې په اړه پرېکړه وکړي».

د اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر کولی شي چې د هېواد د سترو مسئلو په اړه د ملي شورا د دواړو خونو ګډه ناسته راوبولي. د ملي يووالي حکومت د کار له پیله دا لومړی ځل دی چې په دغه کچه ناسته رابلل کېږي.

تېره اوونۍ هممهال وسله والو طالبانو د «عمري» او افغان حکومت د «شفق» په نامه عملیات اعلان کړل. داسې برېښي چې دواړه لوري له دې وروسته جګړې ته لومړیتوب ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button