روانې چارېسلايډسيمه او نړۍ

نېشنل انټرسټ: امريکا لا هم سعودي عربستان ته اړ ده

نېشنل انټرسټ امريکايي ورځپاڼې د امريکا او سعودي  د اړيکو په اړه د ليکوال او ژورناليست فرانک ويزنر مقاله خپره کړې او زياتوي، سره له دې، چې د دواړو هېوادونو اړيکې د پخوا په پرتله بې خونده دي، مگر بيا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او ستراتيژيکې اړيکې او اقتصادي گټې شريکې دي او امريکا لا هم اړ ده، چې سعودي عربستان سره ښې اړيکې ولري.

د مقالې ليکوال زياتوي، سره له دې، چې امريکا پر دې باور ده، چې د يوولسم سپتمبر په پېښه کې سعودي چارواکي ککړ و او د امريکا لپاره دغه تر ټولو خونړۍ پېښه وه، مگر په عربي او اسلامي نړۍ کې امريکا بيا هم اړ ده، چې سعودي عربستان سره ښې اړيکې ولري او هر ډول بد گومانۍ او ستونزې له ذهنه وباسي.

ويزنر د سعودي د اهميت په اړه وايي، چې سعودي عربستان په منځني ختيځ او سويلي اسيا کې د امريکا تر ټولو ستر اقتصادي او سياسي شريک هېواد دی او همدا رنگه د ترهگرۍ ضد جگړو کې د سعودي ونډه د امريکا لپاره ډېره اړينه ده.

ليکوال زياتوي، چې په گڼو ځايونو کې د سعودي عربستان استخباراتو امريکا ته د ترهگريزو بريدونو په اړه مخکې له مخکې خبرداری ورکړی او موږ يې له خونړيو پېښو ژغورلي يو، له دې بريښي، چې سعودي عربستان په ټوله نړۍ کې پراخ نفوذ لري او کولای شي، چې د اسلامي هېوادونو په کړکچېونو لکه سوريه، عراق، مصر او نورو هېوادونو کې د بحران په پای ته رسولو کې قوي پرېکړه وکړي.

ليکوال امريکايي چارواکو ته سپارښتنه کوي، چې سعودي عربستان سره هر ډول ستونزو او لانجو ته د پای ټکی کېږدي او که د دوړاو هېوادونو ترمنځ ستونزې او بې باورۍ زياتيږي، نو دا به د سعودي په پرتله امريکا لپاره ډېر زيان ولري.

ويزنر په دې اند دی، چې امريکايان بايد د سعودي په اړه اندېښنې ونه لري، سعودي چارواکي هڅه کوي، چې هېواد کې دننه اصلاحات راولي، نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي، ورو ورو د ماډرنيزم پر لور روان دي او غواړي، چې د خپلو تېلو پر مټ هېواد او سيمه کې ټولنيز او سياسي اصلاحات راولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button