د فراه د ولايتي شورا رييس وېره څرګنده کړې ده، چې که حکومت پشت رود ولسوالۍ ته پاملرنه ونه کړي، د وسله والو مخالفينو لاسو ته به ولوېږي. د ولايتي شورا رييس ښاغلي فريد بختور د فراه مرکز کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې له يوې اوونۍ ډېره موده کېږي چې دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
نوموړی وايي چې د ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي او همدا اوس په دوکن، چک چارماچ او ګچ کين کليو کې جګړه نښتې ده.
هغه د جګړې د تلفاتو په اړه رسنيو ته څه ونه ويل، خو زیاته يې کړه: «که وضعيت همداسې دوام وکړي، فراه به هم د کندز په څېر سقوط وکړي». نوموړي پر امنيتي چارواکو غږ کړی، چې ژر تر ژره مرستندويه ځواکونه ور ولېږي.
د بختور په وينا که د طالبانو د بريدونو مخه ډب نه کړی شي، دوی به د ولايت پر مرکز ورننوځي، ځکه پشت رود د فراه د مرکز په پنځلس کيلو مترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.
د فراه د والي وياند اصف ننګ د ولايتي شورا د رييس خبرې تاييد کړې دي، خو وايي چې سيمې ته يې تازه دمي ځواکونه استولي دي او ژر به يې له وسله والو څخه پاکه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هلمند خانشين ولسوالۍ هم له امنيتي ځواکونو ونيوله، بل لور ته د جوزجان قوش تپه کې اوس هم درنې نښتې روانې دي او له دوو سوو ډېر پوليس د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.