
شېبه مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ ته نږدې لومړی غبرګې چاودنې او بيا ډلهييز بريد شوی.
امنیتي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې د پیښې ځای ته څوک ورشي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چاودنې نن ماسپښین ۱۲ نيمې بجې خوا و شا وشوې او د پیښې له ځای نه د ډزو غږونه راځي.
پېښه کې تر دې دمه د نهو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی او روغتون ته لېږدول شوي دی.
د پېښې په اړه د تازه معلوماتو لپاره ځلاند ویبپاڼه څارئ.